No media source currently available
روغتیایي مسؤولین وایي چې د ختیځې حوزې په تازه ترسره شوي کمپاین کې کابو یو میلیون او ۲۰۰ زره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي. د پولیو ضد دغه ځانګړی کمپاین د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې په ګډه همکارۍ ترسره شوی.