د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یي هغه کس ته سخته سزا وغوښتله چې سویډن کې یې قرآن ته سپکاوی کړی


د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي
د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي

د ایران یوې دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ جولای ۲۲ (د چنګاښ ۳۱) راپور ورکړ چې د دغه هېواد مشر علي خامنه یي د سویډن له حکومت څخه غوښتي، هغه کس چې په دغه هېواد کې یې د قرآن سپکاوی کړی، اسلامي هېوادونو ته وسپاري او هغه ته یې د "سختې سزا" غوښتنه هم کړې ده.

خامنه يي پدې بیان کې چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړی ویلي، "ټول اسلامي عالمان په دې موافق دي، هغه کسان چې د قرآن کریم سپکاوی کوي د سختې سزا مستحق دي... د سویډن د حکومت دنده دا ده چې د دغه جنایت عامل د اسلامي هېوادونو قضايي سیسټمونو ته وسپاري."

خامنه یي پدې بیان کې همداشان ویلي: "د سویډن حکومت هم باید په دې پوه شي چې د جنایتکارانو څخه په ملاتړ سره د اسلامي نړۍ په خلاف د جنګ بڼه غوره کوي او خپل ځان ته د ټولو اسلامي ملتونو او د هغوی د زیات شمیر دولتونو کرکه او دښمني راجلبوي."

په عین ورځ د عراق امنيتي ځواکونو د شيعه مذهبو د یو نفوذ لرونکي مشر مقتدا الصدر شاوخوا زر تنه پلويان چې غوښتل يې د بغداد د شنې سيمې په لور چې بهرني سفارتونه په کې موقعيت لري، لاریون وکړي، خواره واره کړل.

د مقتدا الصدر پلويانو وروسته له هغه لاريون پيل کړ چې د راپورونو له مخې له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې درې ځله قرآن ته سپکاوی شوی - لومړی دوه ځله په سويډن کې او اوس په ډنمارک کې. په سویډن کې د قران سوځولو او تر پښو لاندې کولو د سویډن او د عراق، ایران په ګډون د ځینو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ د دپلوماټیکې ترینګلتیا لامل شوی دی.

یوه ویډیو چې د ډینسک پیټریوټر(Danske Patrioter) په نوم یوې ښي اړخې ډلې په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې، یو کس ښيي چې د عراق بیرغ سوځوي او ظاهرا د قرآن یوه نسخه سوځوي.

د ډنمارک د پلازمینې کوپنهاګن د پولیسو د رئیس مرستیال ټرېن فېسکر د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ یوازې څو تنو مظاهره چیانو چې د عراق د سفارت مخې ته راټول شوي وو، دا کار وکړ.

فیسکر دا هم وویل چې: "زه دا تاییدولی شم چې یو کتاب هم سوځول شوی و. موږ نه پوهیږو چې کوم کتاب و. دا [مظاهره] په بشپړه توګه سوله ایزه وه."

څو ورځې مخکې د عراق د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویانو په سویډن کې د قرآن د سوځولو د پیښې په غبرګون کې په بغداد کې د سویډن سفارت ته ننوتل او ودانۍ ته یې اور واچوه.

د عراق حکومت د سویډن پر سفارت برید وغانده، خو د سویډن سفیر یې له خپل هیواد څخه وشړه او د اړیکو د قطع کولو او د سویډن مخابراتي شرکت ایرکسن د عملیاتي جواز د ځنډولو ژمنه یې هم وکړه.

د جون په ۲۸ مه، په سویډن کې میشت ۳۷ کلن عراقي کډوال سلوان مومیکا د سټاکهولم له جومات بهر د قرآن کریم پاڼې وسوځولې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د قهر او غصې څپې راوپارولې.

مومیکا د تیرې پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ د لاریون په ترڅ کې قرآن ونه سوځاوه، خو د مسلمانانو دغه سپیڅلی کتاب یې تر پښو لاندې او په لغتو وواهه او د عراق بیرغ یې وسوځاوه.

د پنجشنبې په ورځ، د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړو هیوادونو د ستاکهولم لاریون د "یو بل پارونکي برید" په توګه وغندلو او وویل چې دا عمل د بیان د آزادۍ حق نشي توجیه کولای.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په سویډن غږ کړی چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي".

د سویډن حکومت هم د "اسلام نه د کرکې" په توګه د قران سوځول پداسې حال کې غندلي، چې ددې هیواد "اساسي قانون د غونډو، د بیان د ازادۍ او مظاهرو حق تضمینوي."

XS
SM
MD
LG