د لاس رسي وړ اتصالات

یو سویډني د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله


یو سویډني نن چهارشنبې، د جون ۲۸مه (چنګاښ ۷مه) ددغه هېواد د پلازمینې ستاکهولم د جامع جومات مخې ته د قرآن کریم یوه نسخې ته اور ورته کړ.

دغه سویډنی چې سلوان مومیکا نومیږي، پخوا یې هم د دغه ډول اقدام غوښتنه کړې وه، خو د سویډن پولیسو د هغه غوښتنه نه وه منلی. دا ځل پولیسو ویلي چې د استیناف محکمې د پرېکړې پر بنسټ، نوموړي ته ددغه اعتراض اجازه ورکړل شوې ده.

نوموړي‌ دغه اقدام تر سختو امنیتي تدابیرو او د پولیسو تر پراخ شتون لاندې په داسې حال کې ترسره کړ چې د دې کړنې مخالفانو شعارونه ورکول.‌ دغه کس د قرآن کریم په یوه نسخه کې د خنزیر د غوښې څو ټوټې کېښودل او بیا یې ورته اور ورته کړ.

په لومړي غبرګون کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان، دغه کړنه غندلی او هغه يې "له شرم او کرکې" ډک عمل بللی دی. نوموړي د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي: "دا د منلو وړ نه ده چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې دا ډول د اسلام ضد کړنو ته اجازه ورکړل شي. د داسې ناوړه کړنې پر وړاندې سترګې پټول، کټ مټ په دغه کړنه کې د ګډون په مانا دی".

په ستاکهولم کې استوګن هنرمند، نوا عمران دا راز اعتراض "مطلق لیونتوب" بولي. هغه وویل چې دا په حقیقت کې د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې کرکې ته وده ورکول دي.

بلخوا د سویډن پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قرآن کریم د سوځولو سره تړلي امنیتي ګواښونه "داسې نه ول چې د موجوده قوانینو له مخې د [مظاهره کوونکي] د غوښتنې د نه منلو پریکړه توجیه کړي."

دوې اوونۍ وړاندې د سویډن د استیناف محکمې د دغه هېواد د پولیسو هغه پرېکړه رد کړه، چې له مخې یې د قرآن کریم د نسخو د سوځولو لپاره د مظاهرې د ترسره کولو د اجازې غوښتنه شوې وه. هغه مهال د سویډن پولیسو د امنیتي اندیښنو له امله د یادې مظاهرې لپاره د اجازې له ورکولو څخه ډډه کړې وه.

همدا راز د روان کال په جنورۍ میاشت کې یو شمېر مظاهره کوونکو په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچاوه، چې ددغه اقدام له امله په هغه هېواد کې دوه اوونۍ مظاهرې وشوې او د یو شمېر اسلامي هېوادونو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه اقدام په اړه په غبرګون کې وویل چې، د قرآن کریم د نسخو له سوځولو وروسته باید سویډن له انقرې تمه ونه لري چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د دغه هېواد د غوښتنې ملاتړ وکړي.

همدا راز د فبرورۍ په میاشت کې، د سویډن پولیسو هغو دوو مظاهرو ته اجازه ورنکړه په کوم کې چې د قرآن کریم دنسخې د سوځولو غوښتنه شوې وه. په دغو غوښتنو کې یوه یې د مومیکا له خوا او بله یې د یوې موسسې له خوا شوې وه چې په ستاکهولم کې د ترکیې او عراق د سفارتونو مخې ته د مظاهرې پر مهال د قرآن کریم نسخې سوځول غوښتنه یې کړې وه.

د سویډن د استیناف محکمې د جون په نیمایي کې پریکړه وکړه چې د پولیسو د مظاهرې د مخنیوي پریکړه ناسمه وه. محکمې ویلي چې د پولیسو لخوا د "امنیت او نظم ستونزې" د مظاهرو سره هیڅ ښکاره تړاو نه لري.

مومیکا پولیسو ته په خپله غوښتنه کې لیکلي وو: "زه غواړم د ستاکهولم جامع جومات مخې ته مظاهره وکړم او غواړم چې د قرآن کریم په اړه خپل نظر څرګند کړم... زه به قرآن کریم پاڼې پاڼې او سوځوم."

نوموړی چې له عراق څخه سويډن ته تښتېدلې دی، د اپريل په مياشت کې د سويډن افتونبلدت ورځپاڼې ته ويلي وو چې، د مظاهرې له ترسره کولو او د قران کريم د سوځولو څخه موخه يې له ناټو سره د سويډن د يوځاى کېدو د پرېکړې سبوتاژکول نه دی. هغه یادې ورځپاڼې ته ویلي چې، پریکړه یې کړه وه چې دغه مظاهره له ناټو سره د سویډن تر یوځای کېدو پوري وځنډوي.

مومیکا زیاته کړه: " نه غواړم دغه هېواد [سویډن] ته چې زه يې منلی یم او زما حیثیت يې خوندي کړی دی، زيان ورسوم."

بلخوا د سویډن پولیسو ویلي دي چې په ټول هیواد کې یې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. په ورته وخت کې د فرانس پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې د چهارشنبې په سهار د ستاکهولم د جامع جومات مخې ته د پولیسو څو موټرونه ولاړ وو.

سویډني سیاستوالو تل د قرآن کریم د نسخو د سوځولو په هڅو نیوکه کړې، خو په ورته وخت کې یې د بیان او فکر د ازادۍ له حق څخه دفاع هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG