د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو غځول 'غیرقانوني' دي


ایران حکومت د جمعې په ورځ د سپټمبر ۱۵ (وږي۲۳مه) اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په اټومي تړون کې د ټاکل شوې مودې وروسته د تهران پر وړاندې ددغه ټولنې لخوا د بندیزونو غځول یوه "غیر قانوني" پریکړه ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني لخوا به پر تهران د اروپايي اتحادیې بندیزونه دوام ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په پام کې وه چې د " ایران د توغندیو او د وسلو جوړولو په نورو پروګرامونو کې د ښکیلو کسانو او ادارو"باندې د برتانیې، اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو د بندیزونو لړۍ د اکتوبر په ۱۸مه نېټه لیرې شي. دغه وزارت همداراز ویلي چې پر ایران د بندیزونو د ساتلو پرېکړه د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د تهران د سرغړونو پر بنسټ شوې ده.

په ۲۰۱۵ م کال کې د امریکا متحدو ایالتونو اویو شمېر لویديځو هېوادونو له ایران سره د "برجام" په نوم اتومي تړون لاسلیک کړ چې ددغه تړون له مخې به ایران خپل اټومي برنامې محدودې او ددغه کار پر وړاندې به د نړیوالو بندیزونه څخه معاف کیده.‌

ددغه تړون له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شو، ایران موافقه وکړه چې د خپلو یورانیمو غني کول تر څلورو سلنې پورې محدود کړي، چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا له ۹۰ سلنې څخه ښکته دي او په بدل کې یې پر تهران ځینې لویدیځ اقتصادي بندیزونه لغوه شول.

خو د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې وروسته له هغې ددغه موافقې بڼه بدله شوه، کله چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له دغه تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او پر ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه بیا ولګول او تهران دې ته اړ شو چې په لویه پیمانه د یورانیمو غني کول بیا پیل کړي.

یو کال وروسته، تهران د تړون په سرغړونې سره خپل اټومي فعالیتونه ګړندي کړل او تر دې دمه یې خپل یورانیم دومره غني کړي چې د متحده ایالاتو چارواکي وايي د اټومي وسلو په جوړولو کې کارول کیدی شي. خو تهران تل ادعا کړې چې اټومي پروګرام یې د 'سوله ییزو' موخو لپاره دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په غبرګون کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د اروپايي اتحاديې او دريو اروپايي هېوادونو دا پرېکړه د تخريبي موخو لپاره د ٢٠١٥ کال د اټومي تړون د مکلفيتونو خلاف ده او هغه يې "غير قانوني" بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:"موږ اروپایی خواوو ته خبرداری ورکوو چې د کړکیچ د رامنځته کوونکو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي، کوم چې زمونږ ترمنځ د اړیکو د سمون چارې پیچلی او د همکارۍ په بهیر به منفی اغیزه کولای شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG