د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: له ایران سره د مذاکرې پر میز هیڅ ډول اټومي موافقه نشته


 امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنیکن، د "بهرنیو اړیکو د شورا" په غونډه کې د خبرو په حال کې.
امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنیکن، د "بهرنیو اړیکو د شورا" په غونډه کې د خبرو په حال کې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وايي، متحده ایالتونه د ایران د اټومي ستونزې د هواري لپاره د ډپلوماټیکو لارو په لټه کې دی، خو له تهران سره د خبرو پر میز هيڅ هوکړه نشته.

ښاغلي بلینکن چې د چهارشنبې په ورځ د جون ۲۸مه (چنګاښ ۷مه) په نیویارک کې د "بهرنیو اړیکو د شورا" په غونډه کې خبرې کولی وویل چې، "موږ د ایران کړنې څارو". خو نوموړي په ورته وخت کې له تهران څخه وغوښتل چې له داسې اقداماتو لاس واخلی چې د امریکا د متحدو ایالتونو او د منځني ختیځ هیوادونو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبايډن د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین په بهیر او د خپل پخواني سیال، ډونالډ ټرمپ په وړاندې د بریا وروسته، په پرله پسې توګه له ایران سره د اټومي هوکړې (برجام) د خبرو اترو بیا پیل کولو هیله څرګنده کړې ده.​

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د شوي تړون څخه ووت. هغه ویل چې دا تړون ستونزې لري او ایران ته یې ګټه زیاته ده. د جوبایډن حکومت هڅه کوي چې دا تړون بېرته احیا شي، خو تر دې دمه خبرو نتیجه ورکړې نه ده.

برجام هغه هوکړه وه چې په ۲۰۱۵م کال کې پنځه + یو قدرتونو له ایران سره لاسلیک او له مخې ایران خپل اټومي پروګرام بند او په بدل کې نړیوالو خپل بندیزونه له دې هیواد څخه لرې کړل.​

په ورته وخت کې، ځینې لویديځو رسنیو ویلي چې ایران د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره د اتومي موافقې او د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه خبرې کړي‌ دي، خو بلخوا،‌ دواړو هېوادونو د رسنیو دغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوی د ۲۰۱۵ کال د موافقې د بدلولو لپاره یوې موقتي هوکړې ته نږدې شوي دي.

خو ښاغلي‌ بلینکن وویل چې د ولسمشر بايډن ادارې له اروپايي قدرتونو هان د خپل سیالانو له چین او روسیې سره د ښه حسن او نیت پر بنسټ د برجام د خبرو اترو د بیا پیلیدو لپاره هڅې کړي دي. هغه زیاته کړه چې یو مهال دغه خبرې اترې شونې شوې وي، خویا ایران ونشو کړای او یا یې ونه غوښتل هغه ژمنې چې ددغه خبرو اترو لپاره اړین وو، پرځای کړي.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي‌ چې ایران د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره د اتومي موافقې او د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه خبرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ وویل: "موږ د هغو خواوو له لارې د ایراني اتباعو د خوشې کولو لپاره خبرې کوو چې غواړي پدې برخه کې د خپل ښه نیت له مخې رول ولوبوي."

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ باید وګورو چې ایا د امریکا حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې وروستۍ پریکړه وکړي." هغه زیاته کړه، تهران هیله لري چې پدې برخه کې د "مثبت" بدلون شاهد وي".

لږ تر لږه درې ایراني الاصله امریکایان په ایران کې بندیان دي. په دې کسانو کې سوداګر سیامک نمازي هم شامل دی چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې نیول شوی او د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی دی.

په پاتې دوو بندي پانګوالو کې عماد شرقي چې د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی، او مراد طهباز چې د برتانیې تابعیت هم لري او د "امریکا سره د سازش" په تور په لس کاله بند محکوم شوی، شامل دي.

XS
SM
MD
LG