د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کاناډا هغه تور رد کړ چې ګنې د یو سیک مشر په وژلو کې لاس لري


هند د کاناډا د صدر اعظم جستن تروډو هغه ادعاوې رد کړې او هغه یې «خندوونکې» وبللې، چې وايي د هند حکومت په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر په وژلو کې لاس لري.

هند د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ [وږې۲۸] له هغه وروسته دا ادعا رد کړه چې کاناډا د سیکانو د یو مشر هاردیپ سینګ نيجار له وژل کېدو وروسته یو هندی دپلومات وشړه.

هاردیپ سینګ نیجار په هند کې د سیکانو لپاره د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله. دی د جولای په میاشت کې د کاناډا په برېتېش کولمبیا کې د سیکانو له یو عبادتځای څخه تر وتلو وروسته په ډزو ووژل شو. د هند حکومت هغه یو «ترهګر» باله.

د کاناډا صدراعظم د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ادارې یې د هند د حکومت او نیجار د وژلو ترمنځ د اړیکو په اړه باور وړ ادعاوې څېړې. هغه وویل: «د کاناډا په خاوره کې د یو کاناډايي په وژلو کې د هر بهرني هېواد ښکېلتیا د منلو نه ده او زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده.»

نوموړي وويل چې د جي-۲۰ هېوادونو د سرمشریزې په څنډې کې یې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم د دا ډول پېښو او په کې د هند د حکومت د ښکېلتیا ادعاوې مطرحه کړې او له هند څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نریندرا مودي په هماغه وخت کې هم دا تورونه په بشپړ ډول رد کړي و.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي: «موږ یو قوي دموکراتیک سیاست یو چې د قانون حاکمیت ته کلک ژمن یو. » د هند د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز اندېښنه څرګنده کړې ده چې کاناډا سیک «افراطیانو» ته پناه ځای ورکوي.

د اعلامیې په اساس: «دا بې اساسه تورونه د خالستاني ترهګرو او افراطیانو څخه، چې په کاناډا کې پناه ځای لري او د هند ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ګواښي، توجه بل لوري ته اړوي.» هند د کاناډا حکومت هڅولی دی چې په دې اړه عاجل اقدامات وکړي.

د سیکانو دا ډله غواړي چې د پنجاب په ایالت کې د خالستان په نوم د سیکانو لپاره مستقل هېواد ولري. دا مهال په کاناډا کې شاوخوا ۷۷۰زره سیکان ژوند کوي.

د هند حکومت تېرکال اعلان وکړ، چې د هغو معلوماتو په بدل کې به انعام ورکړي، چې د نیجار د ځای ځایکي په اړه وي. هند نیجار د یو هندو پندټ په وژلو تورن کړی و.

د امریکا د ملي امنیت ویاندې ادرین واتسن د کاناډا د صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغې وويل چې له کاناډايي مقاماتو سره په تماس کې دي او دا مهمه ده چې د هغه هېواد تحقیقات بشپړ شي او عاملینو ته سزا ورکړل شي.

بریتانیا او استرالیا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG