د لاس رسي وړ اتصالات

فعالان: طالبانو د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي، نیولې ده


د افغان ښځو د حقونو د دفاع پېژندل شوې فعاله ژولیا پارسي
د افغان ښځو د حقونو د دفاع پېژندل شوې فعاله ژولیا پارسي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع فعالانو ویلي چې د طالبانو استخباراتو د افغان ښځو د حقونو د دفاع یوه پېژندل شوې فعاله ژولیا پارسي له خپل زوی سره یو ځای نیولې ده.

د ژولیا پارسي خپلوانو امریکا غږ ته وویل چې د ښځو د حقونو دغه فعاله د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۷ مه (تلې پنځمه) د کابل ښار په قلعه فتح الله ساحه کې نیول شوې ده.

د هغوی په وینا، طالبان لومړی د ژولیا پارسي د زوی دوکان ته ورغلل او هغه یې اړ کړ چې د خپلې مور ځای وښيي.

د میرمن پارسي خپلوانو ویلي، چې طالبانو د دغې فعالې کور ته له ننوتو وروسته په زور او زیاتي هغه توقیف کړه او د هغې لاسونه وتړل او بیا یې د کور ټول موبايلونه او اسناد چیک او ضبط کړل.

د ارغواني شنبه د غورځنګ مشرې مریم معروف اروین د پارسي نیول تائید کړل او ویې ویل چې فعالان او خپلوان یې تر اوسه د هغې د توقیف په ځای نه دي خبر.

تر اوسه طالبانو د ژولیا پارسي د نیولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او د نوموړي نیول کېدل یې نه تائید او نه هم رد کړي دي.

طالبانو تېره اوونۍ د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندا پرواني چې د ژولیا پارسي همکاره وه، له خپل خاوند او زوی سره یو ځای د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه ونیوله.

د سه شنبې په ورځ، سپتمبر ۲۶ مه (تلې څلورمه)، د بخښنې نړیوال سازمان د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو څخه د ندا پرواني، د هغې میړه او ماشوم د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي: "په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل دي د حساب ورکوونې د یو خپلواکه نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره خپله غوښته یو ځل بیا تکراروي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالانې، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوۍ خبریال مرتضی بهبودي هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG