د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو ته د افغان نجونو لیک: افغانستان کې تیاره کلونه ختم کړئ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوییمې کلیزې د رسیدلو پر مهال د ثانوي دورې د ښوونځیو تر زرو پورې افغان نجونو په یو سرخلاصي لیک کې د نړۍ د مشرانو څخه د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په نرمې تګلارې انتقاد کړی او ددغې تګلارې د بدلیدو غوښتنه یې کړې ده.

د دوشنبې په ورځ سپټمبر۱۸ ( وږي ۲۷) په افغانستان کې د طالبانو له خوا په منځنو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لګولو دوه کاله پوره شو.

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ثانوي دورې د ښوونځیو تر زرو پورې افغان نجونو دغه سرخلاصی لیک د دوشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۱۸( وږي ۲۷) د نجونو د زده کړو د ملاتړ د دریو غیر دولتي ادارو په مرسته خپور کړی.

دا لیک د ښوونې او روزنې مدافع شبکې( EDN)، نجونې د بدلون په لار کې(GPC) او د زده کړې د اتلانو شبکې (ECN) په تخنیکي ملاتړ ترتبیت شوی دی.

په دغه سرخلاصي لیک کې ویل شوي په افغانستان کې ۷۳۰ ورځې یا څه باندې دوه کاله کېږي، چې نجونې ښوونځي ته له تلو او ثانوي زده کړو ته د لاس رسي له حق څخه بې برخې شوي او د طالبانوله خوا په بشپړه توګه د پوهنې له نظام څخه ایستل شوې دي.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې دغې ډلې له ۸۰ څخه ډېر سخت فرمانونه صادر کړي او نجونې او ښځې یې په کورونو کې یې بندیانې کړې دي.

په دې لیک کې ویل شوي:" مونږ په ټولنه کې د عادي ژوند له پروسې څخه لرې کړل شوي یو. تر دې مهاله د ښوونځيو د پرانستلو لپاره هېڅ خوشبيني او هيله نه شته، برعکس د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي".

په دې لیک کې راغلي، چې طالبان وايي په تعلیمي نصاب کې ستونزې شته چې باید حل شي. خو پوښتنه دا ده چې ایا د هلکانو لپاره هماغه نصاب نه تدریس کیږي؟ نو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو اصلي لامل څه دی؟ .

په دې لیک کې ویل شوي، چې طالبان د خپلې ادعا لپاره کوم قانع کوونکی دلیل نه لري.

دا لیک وايي، چې هره ورځ یو نوی محرومیت، هره ورځ یو نوی محدودیت او هره ورځ د ژوند له چارو څخه د نجونو او ښځو د ایستلو او اساسي حقونو ته د لاس رسي په اړه یو نوی خبر او حکم اوري :" مونږ دلته ژوندۍ ښخې کړې، دې دورې زموږ انرژي او ځواک د لسو کلونو په څیر اخیستی دی، موږ د ماتې احساس کوو او په پنجره کې دننه یو، موږ ډیر مایوسه یو، موږ د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندیښمن یو. زموږ ګناه څه ده؟ ځکه چې موږ نجونې یو؟! دا ترخې تجربې او بیلابیل فشارونه یوازې زمونږ په نجونو پورې محدود نه دي، بلکې د افغانستان په یو نسل پورې اړه لري او اغېزې پرې کوي."

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ثانوي دورې د ښوونځیو تر زرو پورې افغان نجونو په دغه سرخلاصی لیک په کم عمر د افغان نجونو اجباري ودونو، د نجونو مرموزو وژنو، د ځوانانو ځان وژنې، له دندو څخه د نجونو او ښځو بې برخې کېدلو یادونه شوې او ویل شوي، چې دا د هېواد د بربادۍ او بدو پایلو لامل شوي او دا ناورین وسعت ورځ په ورځ زیاتیږي." موږ په خپل ټول وجود سره د کورنیو د بنسټونو ړنګیدل وينو، اورو او احساس کوو يې".

په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو، اسلامي هیوادونو او د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي، چې د افغانستان په اړه خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته پاملرنه وکړي او په افغانستان کې دغه ناورین ته د پای ټکی ګیږدي.

په دې لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د تیرو دوه کلنونرمې تګلارې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په برخه کې له طالبانو سره حساب کتاب ته لاره ونه موندله.

" نو تاسو، د نړیوالو جوړښتونو او مشرانو په توګه چې په مساوات، عدالت او بشري حقونو باور لرئ او ژمن يئ، باید د میلیونونو نجونو، ښځو او د هغوی کورنیو سره یوځای شئ، چې د ښوونځیو د بیا پرانستلو، کار ته د لاس رسي حق او د سمدستي او بشپړ بیارغونې غوښتنه کوي. د افغانستان سیاسي او فرهنګي وضعیت ته په کتو سره ودرېږئ او پر دې ډلې لازم او اغېزمن فشار راولئ".

دا لیک وايي:" نو پکار ده چې افغانستان بیا د ۱۹۹۶ کال په څېر هېر نه شي، که نه نو مونږ به په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نویو سختو او امنیتي بحرانونو او ګواښونو شاهدان واوسو چې دود به يې د ټولو سترګې ړندې او بیا به یې جربانول ستونزمن وي".

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG