د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام پيل؛ لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ ده


د انګلنډ او نیوزلنډ لوبډلې
د انګلنډ او نیوزلنډ لوبډلې

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالۍ نن پنجشبنه اکتوبر پنځمه (میزان۱۳) د هند د احمد اباد د ګجرات په ښار کې پيلیږي.

لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ ده. انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه او نیوزلنډ دویم مقام ترلاسه کړی و.

د سږکال د نړیوال جام لومړۍ لوبه د «نریندرا مودي» د کرکټ په لوبغالي کې کېږي، چې د نندارچیانو د ظرفیت له پلوه په نړۍ کې د کرکت تر ټولو لوی میدان بلل کېږي.

د هند د ګجرات د کرکټ ادارې په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې په دې میدان کې «د ۱۳۰زره» نندارچیانو د ناستې او نندارې لپاره ځایونه شته.

د چهارشنبې په ورځ د ټولو لوبډلو کپتانانو په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغو سیالیو ته د خپلو لوبډلو د تیاریو په اړه خبرې وکړې او هیله یې وکړه چې لوبې وګټي.

افغانستان د شنبې په ورځ له بنګله دېش سره لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت شهیدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « اصلي سفر مو د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه د بنګلدیش پر وړاندې پیل کیږي. د تل په څیر مو خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ.»

د افغانستان دا لوبه د هند په درمشالا کې ده. افغان لوبغاړي وار د مخه دغه ښار ته رسېدلي دي.

افغانستان د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې دوې تمریني لوبې هم لرلې، باران یې له جنوبي افریقا سره تمریني لوبه لغوه کړه خو په دویمې تمریني لوبې کې یې سري لانکا ته ماتې ورکړه. رحمان الله ګربز په کې سلیزه وکړه او محمد نبي څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې ګډون لري. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله وه چې خپلې ټولې نهې لوبې یې وبایللې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG