د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ اسیايي لوبې: افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبو ته ووت


د افغانستان لوبډلمشر ګلبدین نایب او قیس احمد د سري لانکا درې درې لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان لوبډلمشر ګلبدین نایب او قیس احمد د سري لانکا درې درې لوبغاړي وسوځول.

په چین کې د اسیايي لوبو په لړ کې د کرکټ په یوې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې افغانستان سري لانکا ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبو ته یې لار وموندله.

ټاکل شوې ده چې افغانستان په نیمه پای لوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

د چین په هانګژو کې، د افغانستان لوبډلې په نننۍ لوبه کې د نور علي ځدراڼ د پنځوسیزې په مټ سري لانکا ته د ۱۱۶ هدف وټاکه.

خو د سري لانکا ټول لوبغاړي له ۱۰۸ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د افغانستان لوبډلمشر ګلبدین نایب او قیس احمد د مخالف لوري درې درې لوبغاړي وسوځول.

د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه د خپل "سوپر سټار" لوبډلې ستاینه وکړه چې د پاکستان په وړاندې یې د اسیایي لوبو په نیمه پایلوبه کې سریلانکا ته په اتو منډو ماتې ورکړه.

ګلبدین نایب وویل: "زموږ په لوبډله کې ټول ستوري دي. زموږ ډیری لوبغاړي نړیوالې سوداګریزې لوبې کوي نو دوی اوس ډیره تجربه لري."

نایب د سري لانکا سره د لوبې په اړه زیاته کړه: "موږ ښه هدف و نه ټاکه، مګر په فیلډنګ کې هلکان وځلېدل او خپل توان یې نندارې ته وړاندې کړ."

ددغو سیالیو دپاره چین ته په تللې افغان لوبډله کې د شهزاد محمدي او الراونډر ګلبدین نایب په څېر یو شمېر تجربه لرونکي لوبغاړي شامل دي.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم په اسیايي لوبو کې کرکټ شامل وو او دواړه ځله افغانستان پایلوبې ته رسیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG