د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتو په اړه د طالبانو او نړیوالې ټولنې غبرګونونه


پداسې حال کې چې اسرائیلو او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۲۰ تنو ته لوړ شوې، دغې پېښې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګډون، ګڼو هېوادونو او بنسټونو غبرګونونه ښودلي دي.

د راپورونو له مخې پر اسرائیلو د حماس ډلې په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ اسرائیلي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو په ځواب کې اسرائیلي جیټ الوتکو د غزې په تړانګې باندې هوايي بریدونو ترسره کړل. په غزې کې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وژل شوي دي.

نړیوال غبرګونونه

اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ، پر اسرائیلو د حماس ډلې بریدونه "تروريستي بریدونه" بللې او هغه یې په کلکو ټکو غندلي دي. خو بلخوا ځینو هېوادونو او اسلامي سازمانونو د حماس ډلې بریدونه په فلسطین کې د اسرائیلو د اقداماتو نتیجه بللې ده.

په اسرائیلو کې د حماس له بریدونو وروسته، سپینې ماڼۍ ویلي، چې امریکا به له اسرائیلو سره "ټینګ" ولاړ وي.

څو شېبې وړاندې، سپینې ماڼۍ یو ځل بیا په یوې اعلامیې کې وویل، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره پر "اسرائیلو د وحشیانه دوامداره بریدونو" په اړه خبرې کړې دي.

په دې اعلامیې کې ولسمشر بایډن ویلي چې، متحده ایالات "له غزې تړانګې څخه پر اسرائیلو د حماس ډلې تروریستي بریدونه په کلکه غندي ".

خبرپاڼۍ کې راغلي، چې ولسمشر بايډن، د اسرائیلو صدراعظم ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالتونه د اسرائیلو د حکومت او خلکو سره هر ډول مناسبې مرستې ته چمتو دی او اسرائیل حق لري چې د خپل ځان او خلکو دفاع وکړي."

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼۍ کې د نن ورځې بریدونو د قربانیو له کورنیو سره خواږي څرګنده شوې او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله هم شوې ده.

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن هم د اسرائیلو د خپل ځان د دفاع حق ته د امریکا د نه "ماتیدونکې ژمنې" په هکله په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي، چې واشنګټن ډاډ ورکوي چې د امریکا نږدې متحد، اسرائیل د ځان د دفاع لپاره لازمې وسیلې لري.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي اسټن په حواله ویل شوي، چې پنټاګون هڅه کوي، چې اسرائیل د "تاوتریخوالی او ترهګرۍ" په وړاندې د ځان او ملکي وګړو د دفاع لپاره ټولو اړینو توکو ته لاسرسی ولري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزوف بوریل د شنبې په ورځ په اسرائیلو کې د حماس د بریدونو د غندلو پرمهال، د حماس له خوا د ملکي وګړو برمته کول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وبلله. هغه د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې له حماس څخه هم وغوښتل چې ژر تر ژره برمته شوي ملکي وګړي خوشې کړي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر اسرائیلو او فلسطینیانو غږ وکړ چې هغه نښتې ودروي چې حماس جنګیالیو په اسرائیلو کې پیل کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل:" موږ له فلسطین او اسرائیلو څخه غواړو چې سمدستي اوربند وکړي؛ له تاوتریخوالی څخه لاس واخلئ او د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوې هراړخیزې، تلپاتې او اوږد مهاله سولې د رامنځ ته کولو په موخه د خبرو اترو بهیر پیل کړئ."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې "د شنبې د ورځې جګړه د اسرائیلي صهیونیستانو له خوا د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو او د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته د پرله پسې سپکاوي او بې حرمتۍ له امله رامنځته شوې ده. " اعلامیې کې د فلسطین د خلکو ازادۍ او له خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت ددوی مشروع حق ګڼل شوې دی.‌

همداشان، د دغې اعلامیې په دوام کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې:" د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي. له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او دفلسطين د قضیې دحل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي."

مصر چې له تاريخي پلوه د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی دی، د تاوتریخوالی د زیاتیدو د خطر د خبرداری په ترڅ کې له دواړو لورو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري، د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د "سمدستي مداخلې" او د "نړیوالو اړخونو" د پام راګرځولو په موخه یې له بیلابیلو هیوادونو سره تماسونه نیولي دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن صفدي هم له خپل مصري سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړه ده. د دواړو هیوادونو جګپوړو ډپلوماټانو [د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ] په تدریجي توګه د پیښو د خطرناکه کیدو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

بلخوا‌ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر اسرائیلو د حماس بریدونه یو "ترهګریز" عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی. مکرون د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده. د فرانسې ولسمشر هم په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې پاریس له اسرائیلو، اسرائیلیانو او د هغوی د دفاع د حق ملاتړ دی.

همداشان د مکرون دفتر بیا په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د فرانسې ولسمشر د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره د حماس د بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

دفرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم د یادو تروريستي فعاليتونو د غندلو په ترڅ کې ویلي، چې له اسرائيلو سره ددغه هيواد امنيتي ژمنه پرځای ده.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ویاند، ډیلان وایټ، هم د شنبې په ورځ " د خپل متحد اسرائیلو په وړاندې د حماس ډلې ترهګریز بریدونه وغندل."

وایټ وویل: "زموږ فکر د قربانیانو او ټولو هغو کسانو سره دی چې زیانمن شوي دي. تروریزم د ازادو ټولنو لپاره یو بنسټیز ګواښ دی او اسرائیل حق لري چې د ځان دفاع وکړي."

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ ،‌ په یوې اعلامیې کې ویلي چې،‌ د اسرائیلو په وړاندې د حماس د ترهګرو د وحشیانه او بې دلیله بریدونو له امله هيښ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي‌دي:‌"د امریکا متحده ایالتونه د اسرائیلو له حکومت او خلکو سره په کلکه ولاړ دي او د ملکي وګړو په وړاندې د حماس تاوتریخوالی په کلکه غندي." همداراز په یادې اعلامیې کې مېرن ګرین فیلډ، د امنیت او د ځان د دفاع حق لپاره، اسرائیلو ته له کلک ملاتړ څخه ډاډ ورکړی دی.‌

بلخوا،‌ متحده عربي اماراتو په یوې اعلامیې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو ډلو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي. په دې اعلاميه کې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د ملکي وګړو پر خوندیتوب د ټينګار په ترڅ کې د وروستي نښتو له ټولو قربانيانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د مراکش شاهي حکومت هم د غزې په تړانګه کې د وضعیت د خرابیدو په اړه د ژورې اندیښنې په ترڅ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو غاړو پر ملکي وګړو بریدونه غندلي او د جګړې له ښکیلو ډلو یې غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي.

د عرب لیګ مشر احمد ابوالغیط په غزه کې د جګړې د سمدستي بندولو او د مخالفو ډلو تر منځ د وسله والې نښتو د پای غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړې:"د اسرائیلو د تاوتریخوالو او سخت دریځو سیاستونو دوام د یوه ساعتي بم په څیر دی چې د سیمې راتلونکې ثبات له جدي فرصت څخه بې برخي کوي.

سعودي عربستان د کویت، عراق، قطر او عمان په ګډون د سیمې د نورو هیوادونو د اعلامیې منعکس کړي‌دي‌ او ویلي چې پر اسرائیلو د حماس بریدونه د فلسطیني ولس د دوامدار اشغال او له خپلو مشروع حقونو څخه د محرومیت پایله ده.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو په اړه ګونګوسې روانې دي.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو باندې د حماس بریدونه، یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویلي یې دي:"دا ثابتوي چې د فلسطینیانو لپاره د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره په هر ډول مقاومت دی."

دمشق همداراز ویلي دي، چې د سوریې حکومت د "صهیونیسټي تروریزم" پر ضد د خلکو او مبارزې ملاتړ کوي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي یوه جګپوړي سلاکار، رحیم صفوي هم پر اسرائیلو د حماس ډلې د برید ملاتړ کړی او دا یې یو "ویاړلي عملیات" بللي دي.

نوموړي د ایران په پلازمینه تهران کښې د فلسطیني ماشومانو د ملاتړ په غونډه کښې وویل:"موږ د 'الاقصی سیلاب' د ویاړلې عملیاتو ملاتړ کوو او ډاډه یو چې د مقاومت جبهه هم د دې موضوع ملاتړ کوي."

د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، په یوې اعلامیې کې د حماس ډلې او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه، بریالی عملیات بللي او ویلي یې دي، چې د دې عملیاتو په اړه د حماس له مشرتابه سره په تماس کې دي.

د لبنان حزب الله ډلې هم ویلي، چې حماس ډلې د شنبې په ورځ پر اسرائیلو هوايي، سمندري او ځمکني بریدونه کړي دي. اسرائیل د حماس لخوا د غزې په تړانګه کې شنبې د سهار د بریدونو له پیل وروسته، له دغه ډلې سره په جګړه کې ښکیل دی.

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو ويلي، چې دښمن به بې ساري بيه پرې کړي.

اسرائیلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې د حماس ډله واک ته ورسېد، غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې ده. د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ مرګونی نښتې د تیر کال په لومړیو کې پیل شوې. پدې لړ کې دواړه لوري وخت ناوخته پر یو بل بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG