د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۲۰ تنو ته لوړ شو


په اسرائیلو کې روغتیايي چارواکو د شنبې اکتوبر اوومه (تلې ۱۵مه) وویل، چې د اسرائیلي ځواکونو او حماس سخت دریځو ترمنځ په جګړه کې تر اوسه ۲۲۰ تنه وژل شوي دي.

په اسرائیلو کې د 'میګن ډیویډ ادم' د بیړنیو روغتیایی خدماتو څانګې یوې خبر پاڼۍ کې په لومړي سر کې د ۲۲ تنو د وژل کېدو او د سلګونو نورو ټپیانو د درملنې خبر ورکړی وو.

په ورته وخت کې د غزې روغتیایې مسؤلینو هم ویلي دي، چې د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وژل شوي دي. دا بریدونه وروسته له هغه شوي، چې حماس ډلې پر اسرائیلو راکټي بریدونه پیل کړل.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي یوه جګپوړي سلاکار، رحیم صفوي پر اسرائیلو د حماس ډلې د برید ملاتړ کړی او دا یې یو "ویاړلي عملیات" بللي دي.

نوموړي د ایران په پلازمینه تهران کښې د فلسطیني ماشومانو د ملاتړ په غونډه کښې وویل:"موږ د 'الاقصی طوفان' د ویاړلې عملیاتو ملاتړ کوو او ډاډه یو چې د مقاومت جبهه هم د دې موضوع ملاتړ کوي."

د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، په یوې اعلامیې کې د حماس ډلې او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه، بریالی عملیات بللي او ویلي یې دي، چې د دې عملیاتو په اړه د حماس له مشرتابه سره په تماس کې دي.

د لبنان حزب الله ډلې هم ویلي، چې حماس ډلې د شنبې په ورځ پر اسرائیلو هوايي، سمندري او ځمکني بریدونه کړي دي. اسرائیل د حماس لخوا د غزې په تړانګه کې شنبې د سهار د بریدونو له پیل وروسته، له دغه ډلې سره په جګړه کې ښکیل دی.

په یادې اعلاميې کې د لبنان حزب الله ډلې ويلي، چې په اسرائيلو کې د حماس عمليات "د نيواکګرو د پرله پسې جنايتونو او پر سپېڅلو ځايونو بريدونو ځواب دی".

په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د ۳۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې تر ۱۲۰۰ زیات کسان چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. په دې جګړې کې ۱۶۰ اسرائیلیان چې ډېری یې پوځیان وو، هم ووژل شول.

اسرائیلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې د حماس ډله واک ته ورسېد، غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې ده. د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ مرګونی نښتې د تیر کال په لومړیو کې پیل شوې. پدې لړ کې دواړه لوري وخت ناوخته پر یو بل بریدونه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو حماس چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د یوه تروریستي ډلې په نوملړ کې شامله کړې ده. دغه ډلې دا همداراز ویلي، چې په اسرائیلو کې د حماس عملیات " نړیوالې ټولنې ته د عربو او اسلامي نړۍ پیغام دی، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې له اسرائیلو سره د عادي کیدو غوښتونکي دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG