د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورند کړښې دواړو خواوو ته د پولیو ګواښ لا هم لوړ دی - مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو یا ګوزڼ د لمنځه وړلو د مرکز مسؤولین وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تګ راتګ پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي پروګرامونه پراخ کړي.

په جنوب کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په زرګونه ماشومان د خپلو کورنیو سره د دواړه هېوادونو ترمنځ تګ راتګ لري، نو ځکه یې تر هر ماشوم پورې د واکسین د څاڅکو رسولو هڅې پراخې کړي.

د پولیو پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤول، ډاکتر نېک ولي شاه امریکا غږ ته وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ماشومانو د واکسین کولو کوښښونو مثبته پایله ورکړې.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ او راتګ پر مهال د ماشومانو واکسینول ډیر اړین دي، نو ځکه مونږ تل هڅه کوو چې هر هغه ماشوم ته چې عمر یې د پنځو کلو څخه کم وي، د پولیو واکسین ورسیږي."

روغتیايي مسؤولین زیاتوي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت او د افغانستان له اړخه د کندهار ولایت په کچه د واکسین د ټيمونو همغږي هم زیاته شوې چې په ترځ کې یې د مسافرو ماشومانو د واکسین کچه هم ورسره لوړه شوې.

په ورته وخت کې د پولیو پرضد د مبارزې نړیوال مرسته کونکي بنسټونه وايي چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکښې د ميلیونونو ماشومانو روغتیا ګواښي.

په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند، سید کمال شاه وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولیو پرضد مبارزه ځکه اړینه ده، چې پاکستان د پولیو پېښې لري او هره ورځ د زرګونو افغان ماشومانو تګ راتګ پر مهال د ویروس د انتقال خطر زیاتوي.

ښاغلي کمال شاه وویل: "پاکستان د افغانستان ترڅنګ هغه هېواد دی چې اوس هم د پولیو پېښې پکې پېښیږي. د دې دواړو هېوادونو ترمنځ ډیره اوږده پوله ده چې هره ورځ په زرګونه خلګ ترې اوړي راوړي، نو چیرته چې د خلګو تګ او راتګ وي او هلته د پولیو پېښې هم ثبت شوي وي، ښکاره ده چې د دواړو هېوادونو ماشومانو ته به د پولیو لوړ ګواښ وي."

د شمېرو له مخې هره ورځ له ۳۰۰۰۰ څخه زیات مسافر د جنوبي ولایتونو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ لري چې سلګونه ماشومان هم ورسره ملګري وي.

نو پورتنیو شمیرو ته په کتو سره اړین دی چې د پولیو کمپاینونو له لارې ټولو ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورسیږي او د هغوی د معافیت کچه لوړه شي.

د پولیو پرضد د مبارزې روغتیايي مسؤولین ټينګار کوي چې تر هر ماشوم پورې د واکسین رسول د پولیو د مخنیوي یوازنۍ حل لار ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG