د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان:افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوي دي


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمیدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي.

پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

حامد جعفري، د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو د له منځه وړلو څانګې مشر وویل: "پاکستان او افغانستان هیڅکله د پولیو ویروس د له منځه وړلو هدف ته دومره نږدې شوی نه وو. "

هغه زیاته کړه چې دواړه ګاونډي هېوادونه (‌افغانستان او پاکستان) چې په نړۍ کې د پوليو د ويروس يوازيني کوربه دي، بايد په ګډه دې موخې ته ورسېږي. نوموړي وویل: "باید بشپړ سیاسي، اداري او امنیتي ملاتړ موجود وي، تر څو موږ وکولای شو په نړۍ کې پولیو له منځه یوسو."

د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ګوزڼ یا پوليو ويروس په افغانستان کې يوازې په دوو ولايتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خپرېږي. په روان کال کې د پولیو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنید مخکې، د پوليو پر واکسیناتوران بريدونه کول او هم يې کور په کور د پوليو د کمپاين د پلي کېدو مخه نيوله، خو دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د پولیو ضد واکسین د نړیوال تطبیق په برخه کې همکاري کړې ده.

جعفري وويل، په افغانستان کې د پوليو د واکسين په وروستيو کمپاينونو کې ميليونونه ماشومان واکسين شوي، چې يو شمېر يې له څلورو کلونو راهيسې واکسين شوي نه وو. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د کتلوي معافیت پروګرام د پولیو ویروس د معایناتو د مرکزونو شمېر زیات کړی، چې ددغې ناروغۍ د پر وخت تشخیص لامل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړه: "د ۲۰۲۲ کال له وروستیو راهیسې په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین کیفیت د پام وړ ښه شوی دی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، په سیمه کې به د دغه ویروس سیمه ییز جریان په راتلونکو میاشتو کې ودریږي."

جعفري وويل، چې د پوليو د ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاري او همغږي ډیره مهمه ده.

که څه هم په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې په بې ساري ډول کم شوې دي، خو په دغه هېواد کې د دغه ویروس خپرېدل په بشپړه توګه لا نه دی بند شوی. جعفري په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل چې ددغه وضعیت دوام به پاکستان د پوليو څخه خلاص هېواد کړي.

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د ۶۵۰۰۰ کارکوونکو په ګډون په دغه هېواد کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیل شي چې په ترڅ کې به یې د پنځو کلونو څخه کم عمره شاوخوا اته میلیونه ماشومانو واکسین شي. له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په پاکستان کې تر ۲۰ زره زیات ماشومان د ګوزڼ له امله فلج شوي دي.

یاده دې وي چې افغانستان او پاکستان څو څو ځله د ګوزڼ یا پولیو ویروس د بشپړې له منځه وړلو هدف ته نږدې شوي، خو د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او همدا راز په دغو دواړو هېوادونو کې روان تاوتریخوالی او بلواګري دغه هدف ته د رسېدو په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG