د لاس رسي وړ اتصالات

پولیو د شریعت له پلوه ستونزه نلري- دیني عالمان


د فراه ولایت دیني عالمان او روغتیايي چارواکي ډاډ ورکوي چې د پولیو واکسین نه حرام دی او نه هم د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

د دوي په وینا، یو شمېر خلک لا هم دغه واکسین حرام ګڼي او په دې باور دي، چې دغه واکسین د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي او خپل ماشومان هم زیانمنوي.

د فراه یو تن دیني عالم، مولوي حبیب الله سعید امریکا غږ ته وویل چې لا هم په افغان ټولنه کې یو شمېر کسان د ګوزڼ ضد واکسین په تړاو د کره معلوماتو له کمښت سره مخ دي.

د نوموړي په وینا: "دا چې یو شمېر خلک د واکسین په تړاو فکر کوي چې دا واکسین حرام دی او یا ماشوم ته زیان لري، دا ناسم فکر دی. واکسین د ماشوم لپاره زیان نه بلکه ګټه لري، په ځانګړي ډول د پولیو واکسین چې ماشومان د فلج څخه ژغوري او همدارنګه د واکسین په وسیله د نورو ناروغیو مخنیوي هم کیږي."

ښاغلي سعید زیاته کړه، ډاکټران، متخصصین او د ټولنې با نفوذه کسان د واکسین په اړه مثبت نظر لري او د دوی هڅه دا ده چې ماشومان له خطرناکو ناروغیو وژغورل شي.

بل پلو، اړوند چارواکي د دیني عالمانو د دې ډول دریځ هرکلۍ کوي، او په دې برخه کې د هغو کسانو خبرې او انګیرنې ناسمې ګڼي چې د معلوماتو په نشتوالي کې، د واکسین په اړه منفي نظرونه لري.

د عامي روغتیا وزرات د روغتیا د ارتقا د څانګې یو تن غړی، ډاکټر عبدالصبور عمر وایي، هیڅوک دا حق نلري چې د تحقیق او څیړنې پرته او په خپل سر د واکسین د مشروعیت او نه مشروعیت په تړاو نظر ورکړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "که د واکسین د مشروعیت او عدم مشروعیت په اړه وویل شي، په شرعي لحاظ چې د یو شي په اړه معلومات ونه لرئ، او پوره تحقیق او څیړنه دې نه وي کړي، په دې اړه فتوا ورکول یا یې د ناروا حکم کول ناجایزعمل دی، که دا کار هرڅوک (عالم، ډاکټر او یا یو عادي شخص) کوي، دا عمل جایز نه دی."

دیني عالمانو او روغتیايي چارواکو څو څو ځله ډاډ ورکړی چې دا واکسین حرام نه دی او د ماشومانو روغتیا ته زیان نه رسوي، خو دا ستونزه لا هم تکراریږي او د پولیو دوه څاڅکي واکسین چې د ماشومانو ژوند ژغوري، ترې محروم کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG