په فراه کې روغتیایي چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین د روان بهیر په تطبیق کې د ځایي رضاکارانو د ګمارنې او ګډون خبر ورکوي.
د فراه په لیرې پرتو سیمو کې د یو شمېر محلي میتودونو په کارولو سره د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین ته لاسرسی اسانه شوی دی.
د فراه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې د پوليو واکسين له تطبيق سره د خلکو همکاري زياته شوې او د هغو کورنيو په شمېر کې چې له واکسین څخه انکار کوي د پام وړ کموالى راغلى دى.
په فراه کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون یوه اړتیا ده او د فراه په څېر یوه سنتي ټولنه کې واکسین ته لاسرسۍ اسانه کوي.
د فراه ډاکټران د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق د لومړۍ کرښې رضاکاران د هېواد د ماشومانو هغه ساتونکي بولي چې وسلې نه لري، خو تل هڅه کوي چې د دوه څاڅکو واکسین په مټ ملیونونه ماشومان له دایمي معلولیت او مرګ وژغوري.
په فراه کې روغتیايي چارواکي د ګوزڼ ضد روانه مبارزه کې د روغتیايي مبلغینو، قومي مشرانو، خلکو او رسنیو اغیز د پام وړ بولي او د همکاریو غوښتنه ترې کوي.
د فراه ولایت روغتیایي چارواکي ډاډ ورکوي چې سږ کال به د ژمي په موسم کې هم د فراه په سړو او غرنیو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ روانه وساتي.
په فراه ولایت کې د واکسین کمپاین له پیل سره د خلکو غوښتنه ده چې لیرې پرتو سیمو ته دې زیاته پاملرنه وشي.
د فراه یو شمېر ډاکټران د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو د خپراوي د لاملونو په تړاو د عامو خلکو نه پاملرنې اندېښمن کړي دي او په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي پر ډیرولو ټينګار کوي.
د دې ولایت کلیوال اوسیدونکي وایي چې د رسنیو روغتیايي خپرونې د دې لامل ګرځيدلي چې د کورنیو نارینه او ښځینه غړي د ګوزڼ ضد واکسین په شمول د خطرناکو ناروغیو په تړاو ګټور معلومات تر لاسه کړي.
په فراه کې د ګوزڼ ناروغۍ قربانیان وايي چې ډیرۍ داسې کورنۍ یې د ماشومانو واکسین ته هڅولي چې له دې وړاندې یې د ګوزڼ ضد واکسین په برخه کې جدي پاملرنه نه کوله.
په فراه ولایت کې یو شمېر ډاکټران نه یوازې په خپله له پولیو سره مبارزه کوي، بلکې نور ډاکټران او د ټولنې اغیزمن کسان هم هڅوي چې د پولیو په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي.
د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایی چې د پولیو ضد مبارزه کې کور په کور کمپاین ګټور ثابت شوی، او ډاډ ورکوي چې له دې بهیر سره به مرسته وکړي.
په فراه ولایت کې د پولیو ناروغۍ یو شمېر قربانیان وایي چې نه یواځې دوی د یادې ناروغۍ له امله سخت ژوند تېروي، بلکه د کورنۍ غړي یې هم ورسره سم ځوریږي.
د فراه ولایت یو شمېر ډاکټران وایي چې دوی د افغانستان په ختیځ کې د پولیو د تازه پېښو له امله اندیښمن شوي، او هغه د افغان ماشومانو لپاره لوی ګواښ بولي.
په فراه ولایت کې یو شمېر ډاکټران د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د میندو ونډه اغیزناکه بولي او له هغوی غواړي چې په هیڅ حالت کې یي باید ماشومان له واکسین څخه محروم نشي.
نور پورته کول