د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ سري لانکا په دویمې لوبې کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه


سري لانکا له افغانستان څخه د دریو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم وګټله
سري لانکا له افغانستان څخه د دریو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم وګټله

سري لانکا له افغانستان سره د دریو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم وګټله. دا لوبه د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۲) د سري لانکا د کېنډی په ښار کې وه.

سري لانکا د پچې له ګټلو وروسته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه، خو افغانستان د دغو منډې تر نیمايي هم کمې ۱۵۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د سري لانکا چاریت اسالانکا شو، ده ۹۷ منډې وکړې او تر پای پور هم اوټ نه شو.

په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه او ابراهیم ځدران پنځوسیزې وکړې، او بل هېڅ افغان لوبغاړی تر لسو پورې هم منډې ونه شوې کړای.

په افغان توپ‌ اچوونکو کې عظمت عمرزي درې کسان اوټ کړل. سري لانکا د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هم ګټلې وه. درېیمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ ده.

تر دغو لوبو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اورونو درې سیالۍ پیلېږي.

سري لانکا تېره اوونۍ له افغانستان څخه د ټست یوه لوبه هم وګټله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG