د پژواک خبري اژانس وايي چې په سمنګان کې یې د طالبانو له لوري نیول شوی خبریال سیف الله کریمي پرېښودل شوی دی.
د دغه اژانس مسئولینو نن دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه۲۳) وویل چې کریمي دوه ورځې له طالبانو سره بندي و.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې ویلي دي چې کریمي «د خبریالانو او د خبریالانو د حقونو د مدافع ټولنو په هلو ځلو خوشې» شوی دی.
دغه سازمان له طالبانو څخه غوښتي دي چې د خبریالانو او رسنیو اړوندې قضیې دې د رسنیو د سرغړونې د شکایاتو د ارزونې د کمېسیون له لارې حل کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره ورځ د سیف الله کریمي د نیول کېدو په اړه خواشیني ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
دغه مرکز د یوې سرچېنې په حواله لیکلي وو: «لس ورځې مخکې سیف الله کریمي د مالیاتو د لوړېدو په اړه د سمنګان ولایت د رستورانونو او هوټلونو د مالکانو د اعتراض په اړه د دغه ولایت د مستوفي بشیر احمد نعماني سره د مرکې غوښتنه کړې وه» او هغه د مرکې څخه ډډه کړې او موضوع خپل والي ته رسولې وه چې والي بیا دا خبریال احضار کړی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د والي یو ساتونکي دغه خبریال وهلی هم دی. تر دې دمه طالبانو د کریمي د نیول کېدو د علت او خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې تېرکال له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۶۸ پېښې شوې دي، چې ۶۱ یې د توقیف او نیول کېدو قضیې دي. دا مرکز وایي چې لا هم دوه خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.
تر دې مخکې د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي وو چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د تقریبآ۱۲۰۰۰ خبریالانو له ډلې څخه یې، چې په دغه هیواد کې یې کار کاړه،۸۰۰۰ خپل مسلک او دندې پرېښي دي.
فورم \ دبحث خونه