د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د زیتونو حاصلات د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کېږي


په کندهار کې د زیتونو حاصلات د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

سږ کال په کندهار کې د زیتونو باغونو ښه حاصلات ورکړي او د زیتونو د یو شمېر بڼوالو په خبره چې باغ لرونکي په حاصلاتو او مالي ګټو یې خوشحاله دي.

سږ کال په کندهار کې د زیتونو باغونو ښه حاصلات ورکړي او د زیتونو د یو شمېر بڼوالو په خبره چې باغ لرونکي په حاصلاتو او مالي ګټو یې خوشحاله دي.

په کندهار کې د زراعت یو متخصص محمد الله نوري وایي پدغه ولایت کې د زیتونو د باغونو لومړنۍ تجربه پنځه کاله مخکې وشوه چې په پایله کې یې کښېنول شویو باغونو هر کال ښه حاصلات ورکړي دي.

محمدالله نوري زیاتوي چې د زیتونو ونې د کرونده ګرو لپاره د کوکنارو په ځای غوره بدیلونو له جملې څخه شمېرل کیږي چې عاید یې لوړ او کورني مارکېټ ته هم ګټه رسوي.

هغه وویل: "یو شمېر بدیل کښتونه د ځمکه والو مالي اړتیاوي نشي پوره کولی. زیتون یو له هغو بدیلو کښتونو څخه دي چې د تریاکو غوره بدیل دی ځکه غوړ یې ښه کیفیت لري او د ښې بیې تر څنګ په مارکېټ کې د بې کیفیته غوړو مخنیوی هم پرې کېدای شي."

د کندهار ښار په ختیځه برخه او دامان ولسوالۍ کې د زیتونو باغونه د عامو خلکو له خوا پنځه کاله وړاندي کښېنول شوي دي او د حاصلاتو څخه د سیمیزو کارخانو په مټ د زیتونو غوړ تولیدیږي چې د تولید شویو غوړیو کچه یې شاوخوا لس ټنه ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG