د لاس رسي وړ اتصالات

فورزایمر: د دوحې تړون د امریکا یو له 'ترټولو ناوړه' تړونونو څخه دی او باید لغوه شي


په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر
په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر

د دوحې د تړون د څلور کلونو پوره کېدو په درشل کې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې اني فورزایمر دا د امریکا یو له "ترټولو ناوړه" تړونونو بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

فورزایمر د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "په مجموع کې، او په دې باندې موږ په همهغه وخت کې پوهیدو، چې دا یو له تر ټولو ناوړه تړونونو څخه دی چې متحدو ایالتو یې تراوسه په اړه مذاکرات کړي او لاسلیک کړی یې دی. زه په دې باور یمه چې دا تړون باید په رسمي توګه لغوه شي په بله معنی موږ یې باید څیرې کړو."

فورزایمر وايي، د دوحې د تړون مخکې دا روښانه وه چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي او زیاته یې کړه چې، "د مېرمنو په اړه سخت دریځ د ترهګرو سازمانونو د استخدام د تکتیک یوه برخه ده."

د نوموړې په باور، د دوحې تړون د هغې نظریې پر بنسټ ولاړ وو چې بین الافغاني مذاکرات به ترسره کیږي،‌ او په یو ډول نړیوال تضمین وو چې طالبان به پر هیواد نه واکمن کیږي.

هغې وویل: "په خواشینۍ سره تاسو ولېدل چې څه وشول؟ له مناسب وخت څخه مخکې ځواکونه ووتل. پنځه زره بندیان خوشې شول چې اکثره یې د طالبانو مهم غړي وو. پوهیږئ دا په یو ډول د طالبانو لپاره اخلاقي بریا وه چې د نړۍ د زبرځواک سره مذاکرات کوي او د هیواد واک یې ترلاسه کړ، او هغه ډموکراتیک او منتخب حکومت چې زموږ متحدو وو، کمزوری کړای شو."

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون سند د امریکا په استازیتوب د افغانستان دپاره ددغه هېواد پخواني سفیر زلمي خلیلزاد او د طالبانو د حکومت د اوسني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

مېرمن فورزایمر وايي د دوحې تړون په هره برخه او پلي کېدو کې نیمګړتیاوې وې او زیاتوي چې یوازې د امریکا لوري یې د پلي کولو دپاره ګامونه پورته کړي چې له مخې یې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ایستلي دي.

له اني فورزایمر سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG