د لاس رسي وړ اتصالات

مککال: طالبان له داعش سره د دوحې تړون له کبله مبارزه نکوي، د خپل قدرت د ساتلو لپاره یې کوي


د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي طالبانو له القاعدې سره خپل روابط شلولي نه دي
د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي طالبانو له القاعدې سره خپل روابط شلولي نه دي

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، چې له داعش سره د طالبانو مبارزه د دوحې د تړون له کبله نه ده، بلکې د هغه په خبره دا مبارزه د طالبانو د داخلي قدرت د ساتلو لپاره ده.

د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوې اعلامیې کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (میزان لسمه) د مایکل مککال په قول لیکل شوي دي، چې د جوبایډن حکومت تېر اوونۍ یو ځل بیا ادعا وکړه، چې طالبان د دوحې د تړون د مکلفیتونو په اساس د ترهګرۍ سره مبارزه کوي او دا چې طالبان د داعش-خراسان څانګې د ځپلو لپاره کار کوي. مککال وايي د جوبایډن حکومت هڅه کوي، چې د طالبانو تروریستي روابط له پامه وغورځوي.

د دې څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي، جان کربي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ هغوی [طالبان] په افغانستان کې د یو حکومتي ځواک په توګه نه دي پیژندلي او دا هغه څه دي چې هغوی [طالبان] یې غوښتنه لري."

کربي وويل چې که طالبان مشروعيت غواړي، بايد د اغېزمنې حکومتوالۍ او د ښځو د کار او زده کړې د حق په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. هغه وویل: "موږ له هغوی [طالبان] غواړو پر خپلو ژمنو ودریږي."

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، جوبایډن وویل چې طالبان له افغانستان څخه د القاعده ډلې په اېستلو کې مرسته کوي.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې جوبایډن ویلي وو: «په یاد مو دي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ویلي مې وو چې القاعده به هلته نه وي. ویلي مې وو چې هغوی به هلته نه وي. ویلي مې وو چې له طالبانو به مرسته وغواړو. اوس څه کېږي، څه خبره ده؟ تاسو په خپله مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم.»

مککال چې د متحدو ایالتونو د حکومت کلک منتقد دی ویلي دي: «په حقیقت کې طالبان د واک لپاره د خپلو داخلي هڅو په لړ کې، چې له ۲۰۱۴ راهېسې روانې دي، د خپلو القاعده متحدینو سره یو ځای د خپل مشترک دښمن داعش-خراسان په ضد جنګېږي.»

د امریکا حکومت د القاعده ډله ترهګره بولي او مککال وايي چې طالبانو له دغې ډلې سره خپل روابط هېڅ نه دي پرې کړي.

هغه زیاته کړه چې «که طالبانو رښتیا هم د تروریزم سره د مبارزې لپاره د خپلو مکلفیتونو په اساس کار کړی وای،» القاعده ډلې ته به یې د پېسو ورکولو، د هغو د ساتنې او ترې د کار اخیستلو په ځای به «د القاعده د ماتولو لپاره » هلې ځلې کولې.

د دوحې تړون په اساس، طالبانو توافق کړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به نه پرېږدي دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او نظارت کمېټې ویلي وو، چې ترهګرې ډلې د پخوا برعکس په افغانستان کې ډېره ازادي لري او په افغانستان او سیمې کې د ترهګرو ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ارقامو په اساس، تر ۲۰۲‍۱ میلادي کال مخکې په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالې وې، چې د کارپوهانو په باور په دغه د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته هغوی ته د امن پناه ځایونه برابر شول.

د امنیت شورا په راپور کې همدغه راز راغلي چې القاعدې په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي او د داعش ډلې بریدونه هم زیات شوي دي. خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG