د لاس رسي وړ اتصالات

د پلاستیک لاندې په للمه ځمکه کې د هندواڼو د کر ترویج


د پلاستیک لاندې په للمه ځمکه کې د هندواڼو د کر ترویج
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د ژمي‌ په موسم کې یې په للمه ځمکه د پلاستیک لاندې د هندواڼو کرلو ته زیاته مخه کړې ده او د دوی په وينا هندواڼې ژر حاصل ته رسېږي، نو ځکه په بازار کې په ګرانه بیه هم خرڅېږي. دا کروندګر وایي‌ چې په دغه توګه د هندواڼو کرل د کوکنارو د کښت څو چنده ډېره ګټه کوي.

د چهاردرې ولسوالۍ د چاري اباد کلي‌ یو تن کروندګر داود منګل په شاوخوا ۲۰۰ جریبه للمه ځمکه کې د پلاستیک لاندې هندواڼې کرلي دي. دی وایي د للمې ځمکې خړوبول ستونزمن دي، نو ځکه په دغه توګه هندواڼې کري.

ددغه کروندګر په وینا د پلاستیک لاندې هندواڼې‌‌ ډېر حاصل کوي او په خبره یې په دې توګه هندواڼې‌ په یوه جریب ځمکه کې تر ۱۰۰۰ منه پورې حاصل ورکوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: " هندواڼې موږ په دغه طریقه کرو چې پلاستیک د پاسه پرې کش کوو.‌ دغه کښت یې ژر رسېږي. او بله یې یوه فایده موږ ته دا ده چې دا للمه ځمکې دي‌ او پلاستیک نم ساتي. ددې فایده له ابي‌ ځمکه نو زیاته ده. حاصل یې فرق کوي په دې توګه ۸۰۰ یا ۱۰۰۰ منه حاصل کوي‌ او بې له پلاستیک څخه په یو جریب ۶۰۰ منه حاصل کوي."

دغه کروندګر وايي د کوکنارو کښت حرام دی، نو ځکه یې نه کري او له نورو کروندګرو هم غوښتنه کوي‌،‌ چې د کوکنارو پر ځای دې د پلاستیک لاندې میوې او سبزي وکري،‌ ځکه ګټه یې له کوکنارو څخه ډېره ده.

XS
SM
MD
LG