د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د نیالګیو پېر او پلور کم شوی دی – کروندګر


سږ کال د نیالګیو پېر او پلور کم شوی دی – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

په کندوز کې د نیالګیو کروندګر وايي که څه هم سږ کال د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالي‌ له امله د نیالګیو پلور او پېر کم شوی دی،‌ خو د نیالګیو کاروبار له کوکنارو او نورو کښتونو څو چنده ډېره ګټه کوي،‌ ځکه له لږې ځمکې ډېر حاصل لاسته راوړي.

د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر شفیع الله وايي چې له کالونو راهیسي‌ په څلوېښت جریبه ځمکه کې بېلابېل ډول نیالګي‌ او زینتي‌ بوټي‌ روزي.

د هغه په وینا له نور کالونو سږ کال د نیالګیو پېر او پلور کم شوی دی. نوموړی د نیاګلیو د پېر او پلور د کموالي علت په وروستیو کلونو کې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوالی بولي.

شفیع الله امریکا غږ ته وویل:‌"سږ کال بازارونه مزه نه لري، د خلکو اقتصادونه ضعیفه دي. خلک د باغ ايښودلو وس او تاوان نه لري. پروسږکال تر دې وخته به مونږ تقریبا تر ۶۰ یا ۷۰ زره پورې نیالګي خرڅول. سږ کال مونږ تقریباً ۱۰ یا ۱۲ لس زره نیالګي‌ به خرڅ کړي وي. "

د شفیع الله په وینا که څه هم سږ کال د نیالګیو خرڅلاو کمرنګه شوی دی،‌ خو په خبره یې دنیالګیو روزل د کوکنارو او نورو کښتونو څخه ډېره ګټه کوي، ځکه له لږې ځمکې ډېره استفاده کوي. دی وايي په یو جریب ځمکه کې تر ۶ زرو پورې نیالګي کري.

هغه وویل: " په یو جریب ځمکه کې تر ۶ زرو نیالګي‌ کرو. په هر نیالګی تر ۱۵ افغانیو پورې مصرف کېږي. دا چې مونږ بازار ته عرضه له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو یې خرڅوو. له کوکنارو، نشه یي‌ توکو یې ګټه سل چنده بهتره ده. خلک په کوکنار خپل او هم خپل اخرت خرابوي.‌ دا ډېر ښه او حلال کسب دی. "

کروندګر وايي د نیالګيو او زینتي‌ بوټو کرل چاپیریال پاک او زرغونه کوي،‌ خو سږ کال خلک د ونو کرلو ته وس او توان نه لري.

XS
SM
MD
LG