د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د کوچنیو خټکیو تروېج زیات شوی دی


په کندوز کې د کوچنیو خټکیو تروېج زیات شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

له څو کلونو راپدېخوا په کندوز کې د [میلون] په نوم د یو ډول کوچنيو خټکيو کرل ترویج شوي دي، چې د کروندګرو په وینا دغه ډول خټکي زیات حاصل ورکوي او هم یې حاصل تر شپږو میاشتو پورې دوام لري. ددغو خټکیو کروندګر وايي‌، دا ډول خټکي‌ د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې کرل کیږي.

د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې یو تن کروندګر، ګل میر له څو کلونو راهیسي د میلون په نوم یو ډول خټکي د پلاستیک لاندې کري.

د ګل میر په وینا په یو جریب ځمکه کې ددغه خټګیو په کرلو ۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي، خو دی وايي له یوه جریب خټکیو له خپل مصرف پرته ۵۰ زره افغانۍ ګټه کوي.

ګل میر وايي کروندګر دې د کوکنارو له کر څخه لاس واخلي او د پلاستیک لاندې د خټکیو یا نورو کښتونو کرلو ته دې مخه کړي،‌ ځکه په دغو ډول د خټکیو کرلو ګټه له کوکنارو یو په دوه چنده ډېره ده.

د کوکنارو په کر له بندیز وروسته کروندګر له بېلابېلو لارو، چارو په استفادې هڅه کوي، ترڅو وکولای شي له خپلو حاصلاتو د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG