د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د ګلانو د پلور بازار ښه شوی - ځايي کروندګر


کندوز کې د ګلانو د پلور بازار ښه شوی - ځايي کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

په کندوز کې د ګلانو یو شمېر کروندګر وايي چې د پسرلي د موسم په رانږدې کېدو سره د ګلانو بازار ښه شوی دی. ددغه ولایت یو تن کروندګر مطیع الله چې د شلو کالونو راهیسي بېلابېل ډول ګلان کري وايي، سږ کال د ګلانو خرڅلاو بازار ډېر ښه شوی دی او تر دې مهاله یې تر درې زرو پور ګلان کرلي دي.

نوموړی وايي، د ګلانو د کر ګټه له کوکنارو او نورو کښتونو څو چنده ډېره ده،‌ ځکه له لږې ځمکې ډېر حاصل لاسته راوړي‌ او هم یې بازار ښه دی.

مطیع الله د کندوز ښار د چله مزار اوسېدونکی دی. هغه وايي‌ تقریبا له شلو کالونو راپدېخوا د ګلانو په کرلو او روزلو بوخت دی.

د هغه په وینا د ګلانو کرل د نورو کښتونو او کاروبارونو په پرتله ډېره ګټه لري. د هغه په خبره د ګلانو کر له لارې له ۶۰۰ متره مربع ځمکې په کال کې تر ۳ لکو افغانیو عاید لاسته راوړي.

د مطیع الله په وینا د ګلانو کاروبار د ګټې تر څنګ د هغه روح او روان خوښ ساتي، نو همدې خاطر یې کري‌ او روزي.

نوموړی وايي د ګلانو کر له کوکنارو غوره دی او هم یې ګټه زیاته ده، ځکه د کرولو لپاره ډېرې لږې ځمکې ته اړتیا لري او هم یې کار اسانه دی.

دی وايي‌ کروندګر دې د کوکنارو زهرجن بوټي پرځای د ګلانو او نور کښتونو کرلو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG