د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د چرګانو کاروباریان وایي له تاوان سره مخامخ دي 


کندوز کې د چرګانو کاروباریان وایي له تاوان سره مخامخ دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

کندوز کې د چرګانو د فارمونو یو شمېر مالکان وايي،‌ چې د دانو او چرګوړو د قیمتونو لوړېدو له امله یې کاروبار له تاوان سره مخامخ دی او د دوی په وینا که له هګیو څخه د چرګوړو د تولید ماشینونه او د دانو د پروسس میلونه ډېر شي، نو دوی به واړه چرګوړي او دانه په ارزانه بیه واخیستلی شي.

کندوز کې د چرګانو د فارمونو یو شمېر مالکان وايي،‌ چې د دانو او چرګوړو د قیمتونو لوړېدو له امله یې کاروبار له تاوان سره مخامخ دی او د دوی په وینا که له هګیو څخه د چرګوړو د تولید ماشینونه او د دانو د پروسس میلونه ډېر شي، نو دوی به واړه چرګوړي او دانه په ارزانه بیه واخیستلی شي.

په کندوز کې د چرګانو د یوه فارم مالک واحدالله وايي په تېر یو کال کې له سختو تاوانونو سره مخامخ شوی دی. دی وايي‌ پخوا به یې واړه چرګوړي‌ او دانه په ارزانه بیه اخیستله، خو له تېرو دوه کالونو راپدېخوا د وړو چرګوړو او دانو بیې څو چنده ګرانې شوې دي.

د هغه په خبره پخوا به یې یو وړوکی چورګوړی (چوزه) په ۱۰ یا ۱۵ پنځلس افغانۍ اخیسته، او همداشان یوه بوجۍ دانه به یې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو اخیستله. دی وايي اوس یو چرګوړی له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو او یوه بوجۍ دانه له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې اخلي.

واحدالله امریکا غږ ته وویل:‌ «پخوا نه د چرګانو کاروبار یو څه ټکنی دی. ځکه مخکې به خام مواد او سویابین به په ارزانه راتلل او دانه به ورسره ارزانه وه. نو یوه بوجۍ دانه به له ۱۰۰۰ افغانیو نیولي تر ۱۵۰۰ پورې به د یوې بوجۍ ښې دانې بیه وه. اوس د هغې بوجۍ بیه له ۲زره تر ۲نیم زره افغانیو ده. پخوا به یو چرګوړی به ۱۰ افغانیو نیولی تر ۱۵ افغانیو پورې و. اوس هغه له ۳۰ یا ۴۰ نه تر ۵۰ پنځوس افغانیو پورې اخلو».

واحدالله وايي ۴۰ یا ۵۰ ورځې واړه چورګوړي‌ ساتي چې غټ شي‌ او په بازار کې یې وپلوری، خو په وینا یې د بیو د ګرانوالي‌ له امله دوی ته یو کیلو ګرام چرګوړی په ۱۵۰ افغانیو پرېوزي، او په بازار کې یې دوی بېرته په ۱۵۰ افغانیو خرڅوي. نو ځکه له تاوان سره مخ دي.

د واحدالله په وینا په تېر یو کال کې یې درې ځل په خپل فارم کې چرګان روزلي‌ چې هر ځل یې تاوان کړی دی. د هغه په خبره په دغه جریان کې یې درې نیم لکه افغانۍ تاوان کړی دی.

د چرګانو فارمونو کاروباریان وايي که په هېواد کې له هګیو څخه د چرګوړو تولید ماشینونه او د دانو میلونه ډېر شي. نو دوی ته به چرګوړې او دانې په ارزانه بیه واخیستلی شي، ځکه د ټرانسپورټ مصارف به پرې نه لګېږي.

له تېرو څو کالونو راپدېخوا د و چکالۍ له امله ډېری کروندګرو په خپلو ځمکو کې د چرګانو روزلو فارمونه جوړ کړل. دوی وايي که د چرګوړو او خامو مواد بیې ارزانې وي، د چرګانو له فارمونو څخه د کوکنارو په څو چنده ډېره ګټه اخیستلای شي. ځکه یوازې د څلوېښت ورځو په جریان کې چرګوړي خرڅلاو ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG