د لاس رسي وړ اتصالات

د سړو خونو د نه شتون له امله وطني‌ پیاز خرابېږي – د پیازو سوداګر


د سړو خونو د نه شتون له امله وطني‌ پیاز خرابېږي – د پیازو سوداګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

په مزارشریف کې د پیازو سوداګر وايي، چې د پیازو د ساتلو لپاره معیاري سړې خونې نشته، نو ځکه کورني‌ پياز ډېر وخت نشي ساتل کېدلی او ژر خرابېږي.

د سوداګرو په وینا که په هېواد کې سړې خونې جوړې شي، له یوې خوا به د کروندګرو د پیازو حاصلات په ښه بیه خرڅ‌ شي او همدا ډول سوداګر به مجبور نه وي، چې له نورو هېوادونو پیاز وارد کړي.

په مزارشریف کې د پیازو یو تن سوداګر مزارالدین وايي،‌ کله چې په افغانستان کې پیاز حاصل ته ورسېږي،‌ نو په بازار کې یې بیه ارزانه شي، ځکه د پیازو د ساتلو لپاره معیاري سړې خونې نشته چې پیاز په کې وساتل شي. دی وايي په هېواد کې دواړه کروندګر او سوداګر له همدې امله له تاوان
سره مخ وي.

د مزارالدین په وینا د سړو خونو نه شتون له امله داخلي پیاز من په ۳۰ او ۴۰ افغانیو خرڅېږي،‌ خو د ژمي‌ په رانږدې کېدو سره کله چې له ګاونډيو هېوادونو لکه ازبکستان او قزاقستان پیاز واردوي د یو من بیه یې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو شي.

مزارالدین امریکا غږ ته وویل:" دلته موږ سرد خانه نه لرو چې پیاز وساتل شي‌ او شنه او خراب نه شي. دهقان ډېر په تاوان کې ده هغه وخت من له دهقان نه په ۳۰ افغانیو خرڅ‌ شول. اوس من سل یو نیم سل افغانیو ته ورسېد. دغه وطني پیازو لپاره ساتلو ځای نشته خرابېږي. مجبور یو تجار له نورو ملکونو پیاز راوړي.‌ هغه مالونه ښه په جګ نرخ خرڅېږي، کرایه هم خوري. من له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ورسېږي."

یو شمېر سوداګر په دې باور دي،‌ چې که په هېواد کې شنې خونې جوړې شي‌ او له کروندګرو حاصلات په ښه بیه خرڅ شي، کروندګر به د کوکنارو کرلو ته بیا مخه و نه کړي.

XS
SM
MD
LG