د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد نوی کمپاین؛ نږدې ۱۱ میلیون ماشومان به واکسین شي


د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۰.۷ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین او د ویټامین اې کپسول ورکړل شي.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۰.۷ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین او د ویټامین اې کپسول ورکړل شي.

روغتیايي مسئولین وایي چې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (وري نهمه) یې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۰.۷ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین او د ویټامین اې کپسول ورکړل شي.

دوی له میندو او پلرونو څخه غواړي چې خپل ټول ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل پدی هکله رسنیو ته وویل: " نن دوشنبه د غويي لسمه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په ټول هېواد کې به ۱۰،۷ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي."

نوموړي زیاته کړه، په دغه کمپاین کې له شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومانو ته د ویټامین اې کپسول هم ویشل کیږي چې موخه یې د ماشومانو د دفاعی سیستم قوي کول او د سترګو د لید زیاتول دي.

د ډاکټر زمان په وینا، سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او له ټولو مشرانو او دیني عالمانو یې غوښتي چې د دغه کمپاین په بریالي تطبیق کې له واکسیناتوران سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له نېکه مرغه په ټول هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، که څه هم دا زموږ لومړنی ملي کمپاین دی، له همدې امله موږ هیله لرو چې ملي مخور، علما او د کورنیو مشران به په سیمه کې زموږ د واکسین کونکو سره مرسته وکړي ترڅو موږ د پولیو واکسین کمپاین په پلي کولو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخه ونیسو."

د امرخېل په وینا، د عامې روغتیا وزارت او په دې برخه کې نورې کورني او بهرني بنسټونه له افغانستان څخه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي او د دغو هڅو په پایله کې د پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین په پلي کولو سره به په افغانستان کې د پولیو مخه ونیسي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د ښه تطبیق له لارې موږ توانیدلي یو چې په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې کړو."

د يادونې وړ ده، چې د وروستيو اورښتونو او سړې هوا له امله به د هېواد په درېيو ولايتونو (غور، باميان او دايکنډي) کې د پوليو واکسين کمپاين څو ورځې وروسته پيل شي.

د پولیو پر وړاندې روان کمپاین به څلور یا پنځه ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي او د دغې وژونکې ساري ناروغۍ پر وړاندې به واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG