د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې له چاپیریال څخه د ګوزڼ اخیستل شوې نمونې پاکې ثابتې شوي - مسؤولین


عکس: ارشیف - په کندهار کې د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ واکسین کمپاین
عکس: ارشیف - په کندهار کې د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ واکسین کمپاین

په جنوب کې د پوليو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي، چې د پوليو د ويروس کچه د پخوا په پرتله راټيټه شوې او اوس زیاتره محیطي نمونې پاکې ثابتې شوې دي.

د پولیو ویروس محيطي نمونې په چاپيریال کې د ګوزڼ ناروغۍ د کچې د معلومولو یوه مهمه طبي پروسه ده چې د ښاري سیمو له چټلو اوبو څخه اخیستل کیږي.

د مسؤولینو په وینا له دې لارې په تیرو څو اونیو کې هیڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې.

دوی دا هم وايي چې ټولو سیمو ته لاسرسی او د ګوزڼ د ناروغۍ په لمنځه وړلو کې د ټولنې فعاله مرسته په دې برخه کې د پرمختګ اصلي لامل بولي.

په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې د مرکز مسؤول، ډاکټرجمال الدین یې په اړه وايي چې د ګوزڼ پرضد د مبارزې ټيمونه له ټاکل شویو سیمو د چټلو اوبو څخه د ویروس طبي نمونې اخلي چې له نیکه مرغه تیرو څو اونیو کې دغه ویروس ندی لیدل شوی.

نوموړي وویل: "موږ وخت ناوخت ځینې مشکوکې پېښې تر څار لاندې راولو او یا د دوې سمپل اخلو او مرکزي ادارو ته یې لیږو او هغه بیا لابراتوار کې معاینه کیږي، خو په دې ورستیو کې یې زیاتره نتیجې منفي راغلې دي او کوم مشکل نلري."

هغه زیاته کړه، تېره یوه لسیزه کې جنوب د ګوزڼ ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې لرلې چې آن دا سیمه د ګوزڼ ویروس په مرکز هم بدله شوې وه.

خو مسؤولین د ګوزڼ ناروغۍ په لمنځه وړلو کې وروستي پرمختګونه مهم ګڼي او وایي چې لاهم د ټولنې او کورنیو لږ نورې مرستې ته اړتیا ده چې د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه یووړل شي.

ډاکټر جمال الدین امریکا غږ ته وویل: "ما مخکې هم یادونه وکړه چې ښايي دغه ویروس اوس هم په کندهار یا په عمومي ډول جنوبي حوزه کې موجود وي خو زموږ د مبارزینو په مټ او د واکسین له برکته د ماشومانو معافیتي سیستم قوي شوی دی."

د نیمروز په ګډون د جنوب په پنځو ولایتونو کې نږدې دوه میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو هدف ټاکل شوی، خو په تېرو څو کالونو کې دغه هدف ته رسیدل د بیلابیلو لاملونو له امله ستونزمن بلل کېده.

د پوليو مسؤولین وايي، چې اوس يې ډېرې ستونزې هوارې شوې، خو يو شمېر محدودې كورنۍ د پوليو په اړه د ناسم پوهاوي له كبله خپلو ماشومانو ته له واکسين کولو ډډه کوي.

ډاکټران لارښونه کوي چې د پولیو واکسین د ستونزې یوازینۍ د حل لاره ده او ماشوم له دایمي معلولیت څخه ژغوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG