د لاس رسي وړ اتصالات

د سړو خونو د نه شتون له امله، حاصلاتو مو په ارزانه بیه پلورل کیږي – د کندز  یو شمېر کروندګر 


د سړو خونو د نه شتون له امله، حاصلاتو مو په ارزانه بیه پلورل کیږي – د کندز  یو شمېر کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

په کندز کې یو شمېر هغه کروندګر‌ چې رومیان یې کرلي دي وايي، حاصل ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې په بازار کې د رومیانو بیې ښې وي،‌ خو وروسته بیا ارزانه کېږي.

ددغه ولایت د علي‌ اباد په ولسوالۍ کې د رومیانو یو تن کروندګر، امرالدین وايي چې په بازار کې د بیو ارزانه کېدو علت د سړو خونو نه شتون او په یو وخت کې بازار ته د زیاتو حاصلاتو عرضه ده.

نوموړی وايي،‌ چې د همدې لپاره یې د تېر کال د کب په میاشت کې د پلاستیک لاندې رومیان کرلي دي،‌ چې په وخت حاصل ته ورسېږي.‌ دغه کروندګر وايی، سږ کال یې کښت ښه برېښي،‌ ځکه د پلاستیک لاندې د رومیانو له کرلو سره یې بلدتیا ډېره شوې ده.

امرالدین وايي، په هېواد کې د مارکیټونو کنټرول نشته، له همدې امله بیې په زیاته کچه ټیټېږي او کروندګر له تاوان سره مخ کېږي. د هغه په خبره، که ددوی حاصلاتو ته سړې خوني جوړې شي، له یوې خوا به ددوی حاصلات په ښه بیه خرڅ شي او له بلې خوا به هېوادوال د کال په هر موسم کې تازه رومیان ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG