د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې سږ کال د زردلو حاصلات را کم شوي دي – ځايي کروندګر


په بلخ کې سږ کال د زردلو حاصلات را کم شوي دي – ځايي کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په بلخ کې کروندګر وايي، چې سږ کال د دوی د زردالوانو حاصلات را کم شوي دي او د دوی په وینا، خپل کړي لګښتونه د لږو حاصلاتو له امله بېرته نه شي‌ پوره کولی. د چمتال ولسوالۍ د زردالوانو یو بڼوال، زلمی وايي،‌ چې سږکال یې حاصلات د لمر او ږلۍ له امله خراب شوي دي‌،‌ او حاصلات نیم په نیمه کم شوي دي.‌

دغه کروندګر وايي په بڼ کې یې تر ۴۰ زره افغانیو پورې لګښت کړی دی، خو دا چې بڼ یې حاصلات نه دي کړي،‌ خپل کړي لګښتونه هم ترې لاسته راوړلی نه شي.

XS
SM
MD
LG