د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په نوې بڼه د انګورو باغونه دود شوي


په کندهار کې په نوې بڼه د انګورو باغونه دود شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

په کندهار کې یو زیات شمېر بڼوال چې په نوې بڼه یې د انګورو بڼونه جوړ کړي، وایي چې دغه راز بڼونه په لږ لګښت سره جوړیدای شي.

په دغه ولایت کې یو تن بڼوال، محمد الله وایي، چې د زراعت د مېکانیزه کيدو او د اوبو د سپما په موخه، يو شمېر بڼوالو د انګورو نوي بڼونه د دودیز جوړښت پر ځای، په نوې بڼه جوړ کړي چې ښه نتیجه یې هم ورکړې ده. بڼوال زياتوي چې د انګورو یاده بڼه ګټوره ده، لږ اوبه غواړي او حاصل زيات ورکوي.

په نوي بڼه کې، د انګورو بڼونو ته د څاڅکو په وسیله اوبه ور کول کيږي او تاكونه له ځمکې څخه په لوړه درول كيږي.

دا پداسې حال کې دی چې د مخدره موادو پر وړاندي د بدیلو کښتونو په برخه کې د مثمر و بوټو او بڼونو جوړول تر پخوا اوس مخ په ډېرېدو دي خو بڼوال بیا وایي دوی د عصري زراعت او بڼوالۍ په اړه لا ډیرو مشورو او مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG