د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا د کرکټ نړیوال جام بلې مرحلې ته ووته


جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، خو بنګله دېش یوازې ۱۰۹ منډې وکړې.
جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، خو بنګله دېش یوازې ۱۰۹ منډې وکړې.

د کرکټ د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې جنوبي افریقا بنګله دېش ته ماتې ورکړه او د اتو غوره لوبډلو مرحلې (سوپر۸) ته ووتله.

دا لوبه د دوشنبې په ورځ جون لسمه (جوزا۲۱) متحدو ایالتونو د نیویارک په ښار کې وشوه.

جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، خو بنګله دېش یوازې ۱۰۹ منډې وکړې.

جنوبي افریقا په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبډله شوه چې د نړیوال جام د روانو سیالیو دویمې مرحلې ته اوځي.

د لوبې غوره لوبغاړی هینریک کلاسن شو. ده ۴۶ منډې وکړې او د جنوبي افریقا په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

د جنوبي افریقا ۱۱۳ منډې همدارنګه د کرکټ شل اوریزو جامونو کې تر ټولو ټیټ هدف دی چې یوې لوبډلې وکړی شو ترې دفاع وکړي.

دې لوبډلې خپلې درې واړه لوبې په پرلپسې توګه وګټلې او پخپل ګروپ کې لومړی مقام لري.

د جنوبي افریقا وروستۍ لوبه د جون په ۱۳ مه د نیپال سره ده.

سبا سه شنبه د پاکستان او کاناډا ترمنځ لوبه ده. هند تېره ورځ پاکستان ته ماتې ورکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG