د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۳۴ کال د نړیوال جام د کوربتوب لپاره د سعودي عربستان د غوښتنې د ارزونې په هکله په یو راپور کې ویلي چې پدې هیواد کې د نړیوال جام د لوبو ترسره کیدل د بشري حقونو لپاره د "منځنۍ کچې خطر" ګڼل کیږي او زیاته کړې یې ده چې د اصلاحاتو پلي کول "د پام وړ وخت او هڅې" ته اړتیا لري.
دا راپور د شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) پداسې حال کې خپور شو چې ټاکل شوې د ډسمبر په ۱۱ د فیفا کانګرس غونډه وکړي او د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ کلونو لپاره د نړیوال جام د لوبو د کوربتوب په هکله رایه ورکړي.
سعودي عربستان د ۲۰۳۴ کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره یوازینی کاندید دی، پداسې حال کې چې مراکش، اسپانیا او پرتګال په ګډه د ۲۰۳۰ کال د جام کوربتوب ته کاندید دي. همداشان یوروګوای، ارجنټاین او پاراګوای هم په ګډه د ۲۰۳۰ کال کوربتوب غواړي.
فیفا په خپل راپور کې ویلي چې "د تخنیکي ارزونې د پایلو له مخې د سعودي داوطلبي د زیربناو د جوړولو (دواړه سپورتي او عمومي زیربناو) او همدارنګه د هغې د سوداګریز ظرفیت له اړخه ډیر قوي هر اړخیز وړاندیز دی."
خو د فوټبال نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې "د بشري حقونو د شرایطو په اړه هغه ژمنې چې د مختلفو اقداماتو پلي کول په کې دخیل دي ... په ځانګړي توګه په مشخصو برخو کې، ښایي د پام وړ هڅو او وخت ته اړتیا وي".
فیفا ویلي: "دا مهمه ده چې یادونه وکړو چې داوطلبي د بشري حقونو د مثبتو اغیزو لپاره د پام وړ فرصتونه لري."
دغې ادارې زیاته کړې: "بالقوه عوامل شته چې دا ټورنمنټ (د جام سیالۍ) د یو شمیر روانو او راتلونکو اصلاحاتو لپاره د کتلست په توګه کار وکړي او په سعودي عربستان او سیمه کې د خلکو لپاره د بشري حقونو مثبتو پایلو کې مرسته وکړي چې د ټورنمنټ له دائرې څخه بهر دي."
سعودي عربستان باید د قطر په شان چې په ژمي کې یې د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب کړی و څو وړاندیز شوي سټیډیمونه جوړ کړي.
قطر ته د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب ورکولو پر مهال هم بشري حقونه د بحثونو او لانجې عمده سرچینه وه او دا ګواښ شته چې د ۲۰۳۴ کال د جام لپاره د دواطلبۍ په جریان کې یو ځل بیا دا مسله د خبرو اترو په یو مهم ټکي بدل شي.
د بشري حقونو ډلې په سعودي عربستان کې د ډله ییزو اعدامونو او شکنجې په تړاو تورونه او همدارنګه د دغه محافظه کاره هیواد د نارینهو ترواکمنۍ متمرکز سیسټم لاندې پر ښځو محدودیتونه د بشري حقونو د نقض عمده بیلګې په ګوته کوي.
پدې هیواد کې د بیان آزادۍ په کلکه محدوده شوې، ځینې خلک په ټولنیزو رسنیو کې د انتقادي پوسټونو له امله په اوږدمهاله بند محکوم شوي.
سعودي عربستان، چې د فارمولا ون او د ښځو د تینس فدراسیون د فاینل سیالیو په ګډون د څو مهمو پیښو کوربه توب یې کړی، اکثر وختونه پرې تور لګول کیږي چې د دغو ورزشي سیالیو له جوړولو څخه په استفادې د بشري حقونو د سرغړونو ریکارډ څخه د نړیوالو پام بل لور ته واړوي.
عربستان د ۲۰۳۴ فوټبال نړیوال جام کوربتوب غواړي؛ فیفا د بشري حقونو په اړه اندیښنه لري
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه