د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې د یکشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۸) د ۱۹ کلنو د اسیا کپ اتلولي وګټله.
د بنګله دېش لوبډلې په پایلوبې کې هند ته ماتې ورکړه او په دویم پرلپسې ډول یې د ۱۹ کلنو دا سیالۍ وګټلې.
د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې هند ته په ۴۹.۱ اورونو کې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه. د بنګله دېش ریضان حسن ۴۷ او محمد شهاب حیمز ۴۰ منډې وکړې.
د هند لوبغاړو دا هدف پوره نه شو کړای او ټول یې په ۳۶م اوورنو کې په ۱۳۹ منډو وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې تېرکال هم دا اتلولي ګټلې وه.
په دغو سیالیو کې، چې په متحدو عربو اماراتو کې وشوې، افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، جاپان،سري لانکا، متحدو عربو اماراتو او نیپال برخه اخیستې وه.
افغانستان خپلې درې واړه لوبې وبایللې. د سري لانکا، بنګله دېش او نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلو د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړې.
فورم \ دبحث خونه