د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر جو بایډن په دوره کې امریکا ته د راوستل شویو سل زره افغانانو د قضیو د بیاکتنې پروسه "په فعاله توګه" پیل شوې ده.
تیره اونۍ په واشنګټن ډي سي کې یو افغان وګړي د متحدو ایالتونو د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو مرګونی برید وکړ او له دې وروسته سپینې ماڼۍ د افغانانو لپاره د کډوالۍ د پالیسیو د سختولو لپاره د خپلو پلانونو په اړه نور جزیات وړاندې کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیووت د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ټرمپ حکومت "د ټولو هغو افغانانو په قضیو باندې په فعاله توګه بیاکتنه کوي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت کې امریکا ته راوستل شوي".
هغې وویل: "هر هغه څوک چې ملي امنیت یا زموږ اتباعو ته ګواښ پېښوي، له هیواده به وایستل شي."
کارولین لیووت زیاته کړه: "په نتیجه کې یې د ټرمپ اداره اوس په فعاله توګه د جو بایډن لخوا هیواد ته د راوستل شویو ټولو افغانانو په اړه بیا څېړنه کوي. هر هغه څوک چې زموږ ملي امنیت یا زموږ اتباع ګواښي، وبه ایستل شي. ولسمشر ټرمپ لا دمخه د درېیمې نړۍ هیوادونو څخه د بهرنیو اتباعو مهاجرت په دایمي ډول ځنډولی چې متحدو ایالتونو ته ډیر لوړ خطر رامنځته کوي. د ډیرې مودې راهیسې، د متحدو ایالتونو پخوانیو ولسمشرانو د مهاجرت د داسې تګلارو ملاتړ کړی چې ویجاړوونکي دي چې هغو بهرنیانو ته یې د ننوتلو اجازه ورکړې چې په ښکاره ډول زموږ له هیواد څخه کرکه کوي او زموږ په کلتور کې د شاملیدو سره هیڅ علاقه نه لري."
هغې وویل: "ویل کیږي چې د زرګونو دغو بیګانه او نامعلومو اشخاصو په اړه د بایډن ادارې ته د ملي امنیت، عامه خوندیتوب او د درغلۍ اندیښنو په اړه راپور ورکړل» شوی و. میرمن لیووت وویل چې د ټرمپ اداره به "تر بیا ارزونې پورې د پناه غوښتنې ټول قضاوتونه وځنډوي."
د افغانانو د بیا کتنې دغه پروسه د امریکا د کډوالۍ د نویو اقداماتو یوه برخه ده چې د تیرې چهارشنبې راهیسې پیل شوې ده.
تېره اوونۍ یو ۲۹ کلن وسله وال افغان رحمان الله لکڼوال په واشنګټن ډي سي کې او سپينې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارډ دوه سرتیري په مرمیو وویشتل چې د پیښې یوه ورځ وروسته یوه سرتیرې د ټپونو له امله مړه شوه او دوهم سرتیری د سختو ټپونو له کبله لا هم په روغتون کې بستر دی.
امریکایي چارواکو دا پیښه یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې لکڼوال د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د بایډن د ولسمشرۍ په مهال "ملګرو ته د هرکلي عملیاتو" په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته راوستل شوی. په دې پروګرام کې هغه افغانان راوستل شوي چې ادعا کېږي د امریکا متحدین وو او د طالبانو د غچ اخیستو له ویرې له افغانستان څخه وایستل شول.
فورم \ دبحث خونه