د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي چې هغه به "د درېیمې نړۍ له ټولو هیوادونو څخه مهاجرت په دایمي توګه ودروي" او د "معکوسې کډوالۍ" غوښتنه کوي ترڅو د متحدو ایالتونو سیسټم ته اجازه ورکړي چې د کډوالۍ د هغو پخوانیو پالیسیو څخه "په بشپړه توګه ورغیږي" چې د هغه په وینا د امریکایانو "لاسته راوړنې او د ژوند شرایط" یې "خراب کړي دي".
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۲۷) د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې د کوم مشخص هېواد یادونه نده کړې او نه یې نور جزئیات ورکړي. لکن دا خبره یې په واشنګټن ډي سي کې د هغې پېښې په غبرګون کې کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ یوه افغان وګړي د متحدو ایالتونو د ملي ګارډ په دوو غړو وسلوال برید وکړ.
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې خپرې کړي چې له هغې مخکې یې تایید کړه چې د واشنګټن په پېښه کې د یوې ټپي شوې سرتېرې مړینه تایید کړه. ولسمشر ټرمپ دغه پېښه یو ترهګریز برید بللی.
ډونالډ ترمپ د پخواني ولسمشر، جو بایډن، حکومت ته په اشارې لیکلي: "زه به د دریمې نړۍ له ټولو هېوادونو څخه مهاجرت د تل لپاره ودروم ترڅو د امریکا سیسټم ته اجازه ورکړم چې په بشپړ ډول ورغېږي، د بایډن (له لوري) د ملیونونو غیرقانوني (مهاجرو) منل به پای ته ورسوم، د هغو په ګډون چې د ویده جو بایډن په اتوپېن (اتومات قلم) لاسلیک شوي، او هر هغه څوک به وشړم چې د متحدو ایالتونو لپاره ګټور نه دي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر دا ژمنه هم وکړه چې "هغو کسانو ته چې زموږ د هیواد تابعیت نلري ټول فدرالي امتیازات او سبسایډۍ به پای ته ورسو، له هغو کډوالو څخه به تابعیت واخلو چې داخلي ارامي ګډوډوي، او هر هغه بهرنی وګړی به وایستل شي چې په ټولنې بوج وي، امنیتي خطر وي، یا له لوېدیځ تمدن سره نه جوړیږي".
ټرمپ زیاته کړه: "دا اهداف به په دې موخه تعقیب شي چې د هغو کسانو په ګډون چې د غیر مجاز او ناقانونه اټوپېن (اتومات قلم) د تاییدۍ له لارې منل شوي، په ناقانونه او ګډوډوونکو خلکو کې د پام وړ کمښت راولي."
فورم \ دبحث خونه