د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بدې وچکالۍ خبرداری ورکړل شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خپل یو راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې به راتلونکی مرطوب فصل «لا وچ او ګرم» وي.

د دغې ادارې په درې میاشتني راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د واور د کم ورښت له کبله به خاوره یو بل کال هم لږه لمده او مرطوبه وي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر څخه نیولې د ۲۰۲۶ د فبرورۍ تر میاشتې پورې به د افغانستان په ډېرو سیمو کې تر متوسطې اندازې کم باران کېږي او تودوخه به هم تر متوسطې اندازې زیاته وي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر څخه نیولې د ۲۰۲۶ تر جنورۍ پورې به د افغانستان په ډېرو سیمو او په ځانګړي ډول د شمال، شمال ختیځ او مرکزي لوړو سیمو کې د اوسط څخه د کمې اندازې ورښت امکان موجود دی.

په همدې حال کې د اقلیم او کرنې د نظارت نړیوالې ادارې راپور ورکړی دی چې د واورو څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د اندازې کمېدل هم په تېرو ۲۵ کالونو کې پیل شوي دي او له دې پلوه هم کمې اوبه ترلاسه کېږي، چې په پسرلي کې د حاصلخیزه ځمکو لپاره ښې پایلې نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اندېښنه ښودلې ده چې له واورو څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د اندازې کموالي او د وچکالیو وړاندوینو په ۲۰۲۶ کې په پسرلي کې د اوبو د لا کمېدو اندېښنه زیاته کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG