د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب کمېټه: افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ننګونو سره مخ دی


د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وایي شاوخوا ۲۲.۹ میلیون افغانان، چې نږدې د هېواد نیم نفوس جوړوي، د جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې کمېټې په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۲مه د دغې کمېټې په ویب پاڼې کې خپور شوی، راغلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د اقتصادي بې‌ثباتۍ، اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو، د خلکو پراخې بې‌ځایه کېدنې، د طالب چارواکو له خوا لګول شويو بندیزونو او د نړیوالو مرستو د کموالي له امله له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی.

د دې ادارې په وینا، ماشومان، ډیر عمر لرونکي کسان، معلولیت لرونکي وګړي، د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ او ورځني کاریګر تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې طبیعي پېښو لکه زلزلو، وچکالۍ او سېلابونو، د خلکو اړتیاوې نورې هم زیاتې کړې دي.

ای سي ار سي خبرداری ورکړی که دا ستونزې دوام وکړي، نو راتلونکی کال به د محدودو سرچینو، بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د کم لاسرسي له امله لا زیاتې کورنۍ د اړمنو په کتار کې شاملې شي.

راپور زیاتوي چې د ژمي سخت شرایط د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي، ځکه اکثره کورنۍ د فقر او د خوړو د کمښت له امله د سخت ژمي لپاره لازم چمتووالی نه لري.

ای سي ار سي همدارنګه وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوې، چې دا چاره په سرحدي ولایتونو کې پر روغتیايي، د اوبو، خوړو او نورو اساسي خدماتو سخت فشار راوړی دی.

د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې بې‌کاري زیاته شوې، ځکه ګڼو شرکتونو او نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه محدود کړي یا له هېواده وتلي، او ګڼې اقتصادي پروژې درول شوې دي.

نړیوال بانک مخکې خبرداری ورکړی و چې د بې‌کاري لوړه کچه، د سرچینو کمښت، او پراخه بې‌وزلي میلیونونه افغانان له جدي خطر سره مخ کړي دي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اټکل کړی چې راتلونکی کال به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا ویلي، د خوړو کمښت، اقلیمي بدلون، وچکالي، د کډوالو پراخه راستنېدنه، زلزلې، سېلابونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

ای سي ار سي ټینګار کوي چې که څه هم بیړنۍ مرستې حیاتي دي، خو د افغانستان د دوامدار ثبات لپاره د خلکو د معیشت پیاوړتیا، د ستونزو د اصلي لاملونو حل او د ټولنو د مقاومت لوړول، ډیر اهمیت لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG