د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې امریکا ته به د هغو هېوادونو په وارداتو باندې نوې تعرفي ولګول شي چې په کیوبا باندې تیل پلوري او یا یې ورکوي.
ولسمشر ټرمپ وايي د کیوبا ویجاړوونکي اعمال متحدو ایالتونو ته «غیر معمول او فوق العاده ګواښ» پېښوي.
ولسمشر ټرمپ د هغه اجرايي فرمان له لارې دا اعلان وکړ، چې د کیوبا په اړه اضطراري حالت اعلانوي او ټېنګار کوي چې د هاوانا رژیم «ځان له بېلابېلو غلیمو هېوادونو، نړیوالو ترهګرو ډلو او د متحدو ایالتونو په وړاندې له ناوړو فعالیتونو» سره یو ځای کوي او دغو ډلو ته مرستې» برابروي. په دغه اجرا يي فرمان کې روسیه، چین، ایران، د حماس او حزب الله ډلې هم شاملې دي.
د سپينې ماڼې د معلوماتو په یو بیان کې ویل شوي دي چې دا «اجرايي فرمان د تعرفو یو نوی سیستم رامنځ ته کوي چې متحدو ایالتونو ته اجازه ورکوي د هغو هېوادونو په وارداتو باندې اضافي تعرفي ولګوي، چې کیوبا ته مستقیم او غیر مستقیم تیل برابروي».
اجرايي فرمان د بهرنیو چارو او د سوداګرۍ وزیرانو مارکو روبیو او هوارډ لوتنیک ته لارښوونه کوي چې «د نویو اصولو او لارښود په ګډون، د تعرفې د نوي سیستم او نورو اړوندو مسائیلو د تطبیق لپاره ضروري اقدامات» وکړي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه «یو لازمي مسئولیت» لري چې له کیوبا سره د تړلیو غلیمو فعالانو په وړاندې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ساتنه وکړي. هغه وویل چې «کیوبا په څرګند ډول» د متحدو ایالتونو «د خطرناکو غلیمانو کوربنه» ده، هغوی ته بلنه ورکوي چې پرمختللې پوځي او اطلاعاتي وړتیاوې په کیوبا کې ځای په ځای کړي، چې دا مستقمیآ د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
کیوبا د جنورې تر درېیمې مخکې، چې متحدو ایالتونو په پوځي عملیاتو کې د وېنزویلا دکتاور مشر نیکولاس مادورو او د هغه ښځه ونیول، د تیلو او پېسو له پلوه په وېنزویلا باندې تکیه وه.
ولسمشر ټرمپ د خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ په اړه د یو مستند فلم په افتتاحیه مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې کیوبا «توان نه لري وپايي».
هغه وویل: «متحده ایالتونه د کیوبا د کمونیستي رژیم د تخریب په اړه صفر زغم لري.»
له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا متحده ایالتونه به په کیوبا باندې «کړۍ راتنګه» کړي؟ هغه وویل: «کیوبا یو ناکام ملت دی او تاسو باید د کیوبا په اړه بد احساس ولری. هغوی له خلکو سره ډېره ناوړه رویه کوي... زه فکر کوم کیوبا به ونه پاییږي.»
کیوبا د جنورې تر درېیمې مخکې، چې متحدو ایالتونو په پوځي عملیاتو کې د وېنزویلا دکتاور مشر نیکولاس مادورو او د هغه ښځه ونیول، د تیلو او پېسو له پلوه په وېنزویلا باندې تکیه وه.
د چهارشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سنا په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې د وېنزویلا د تیلو قرنطین په خپل حال دی او امریکا په کیوبا کې د رژیم بدلون غواړي.
له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا د متحدو ایالتونو د ځواک څخه په کار اخیستو سره په کیوبا کې د رژیم بدلون غواړي، هغه وویل: «د رژیم بدلون؟ نه، زه فکر کوم موږ خوښوو چې هلته د رژیم تغیر ووینو. دا په دې مانا نه ده چې موږ به تغیر راولو، خو موږ خوښوو چې تغیر ووینو.»
روبیو وویل چې د هیلمز-برتون په نوم د امریکا د ۱۹۹۶ کال قانون، چې په کیوبا باندې یې بندیز لګولی، د امریکا د دغه بندیز د لېرې کولو لپاره په کیوبا کې د رژیم بدلون غواړي.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریکوس د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې د متحدو ایالتونو وروستي اقدامات او د لسیزو راهېسې لګول شوی بندیز وغندل.
فورم \ دبحث خونه