د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کیوبا څخه وغوښتل چې له امریکا سره "یوه معامله وکړي" "مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي" او ویې ویل چې نور به د وینزویلا تیل یا پیسې دغه کمونیستي ټاپو ته نه ځي.
ټرمپ د یکشنې په ورځ د خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل کې لیکلي چې کیوبا د وینزویلا څخه په لویه کچه تیلو او پیسو باندې تکیه کوله او "د وینزویلا د وروستیو دوو دیکتاتورانو" لپاره یې امنیت برابر کړی و.
ټرمپ د متحدو ایالتونو وروستي پوځي عملیاتو ته په اشارې چې د وینزویلا دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو لامل شو وویل"خو نور نه! د دغو کیوبایانو اکثره یې مړه شوي دي،"
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په الوتکه (ایر فورس ون) کې خبریالانو ته د هغه ډول معاملې په اړه چې دی یې غواړي د پوښتنې په ځواب کې وویل "تاسو به ډیر ژر پوه شئ. موږ له کیوبا سره خبرې اترې کوو، او تاسو به ډیر ژر خبر شئ."
هغه ټینګار وکړ: "نور به کیوبا ته نه تېل او نه پیسې ځي - صفر!" "زه په کلکه وړاندیز کوم مخکې لدې چې ډیر ناوخته شي، دوی باید یوه معامله وکړي."
د جنوري په دریمه د مادورو له نیول کیدو وروسته، ټرمپ د تیرې یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "داسې ښکاري چې کیوبا د سقوط په درشل کې دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره اونۍ وویل چې د کیوبا مشران باید په وینزویلا کې د امریکا د عملیاتو وروسته اندیښمن وي.
روبیو وویل: "په ځینو مواردو کې، یوه له هغو لویو ستونزو څخه چې وینزویلایان یې لري دا ده چې دوی باید له کیوبا څخه خپلواکي اعلان کړي."
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه"دوی په اصل کې هڅه وکړه چې دا د امنیتي پلوه خپله مستعمره کړي. نو، که زه په هاوانا کې اوسیدای او په حکومت کې وای، نو زه به لږ تر لږه یو څه اندیښمن وای."
متحدو ایالتونو له اوږدې مودې راهیسې په کمونیستي کیوبا سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي، چې سوداګرۍ، سفر او مالي راکړې ورکړې یې محدودې کړې دي. د ټرمپ ادارې په کال ۲۰۲۵ کې یو ځل بیا کیوبا د "ترهګرۍ د ملاتړي دولت" په توګه ونومولو.
پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې مخکې له دې چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته ورسیږي، د واتیکان په منځګړیتوب د هغې معاملې د ګړندي کولو د هڅې په توګه چې کیوبا به سیاسي بندیان خوشې کړي، دغه هیواد له لست څخه لرې کړ.
د سپینې ماڼۍ لخوا د ټرمپ د کیوبا د پالیسۍ په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې د جون په میاشت کې خپره شوه، ویل شوي، "د کیوبا خلک له اوږدې مودې راهیسې د کمونیستي رژیم لاندې ځوریدلي دي چې د آزادۍ او سوکالۍ لپاره د دوی مشروع هیلې ځپي، په خپل سر مخالفین توقیف کوي، او سیاسي بندیان په غیر انساني شرایطو کې ساتي."
فورم \ دبحث خونه