افغانستان ته د بېرته راستنېدوکو کډوالو د لړۍ په دوام، تېره ورځ د پاکستان او ایران څخه ۸۱۲ کورنۍ هېواد ته ستنې شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۸) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکي چې دا "کډوال د سه شنبې په ورځ له مختلفو لارو" افغانستان ته ستانه شوي او زیاته کړې یې ده چې د "مؤظفو کمیټو لخوا ورته رسېدنه شوې".
د فطرت له لوري د خپرې شویو شمېرو په اساس، یوازې د تورخم له لارې "۵۹۱" کورنۍ چې څه باندې ۴۱۰۰ کسان کیږي، افغانستان ته راغلي.
دغه راز د ایران څخه "۱۹" کورنۍ چې شمېر یې ۷۶ کسانو ته رسیږي، د اسلام قلعې له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي.
د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، هره ورځ زرګونه کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی او یوازې په روان کال کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۶ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وايي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنېدو سره په افغانستان کې په کمزوریو روغتیايي سیستمونو او نورو تاسیساتو باندې فشارونه زیات شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې راستانه شوي افغانان د سرپناه، کار، صحي او تعلیمي خدمتونو له کموالي او په ټولنې کې د ګډېدو او ادغام له ستونزو سره مخامخ دي.
فورم \ دبحث خونه