ولسمشر ټرمپ د ایران په وړاندې پوځي عملیات د پوځي هوايي عملیاتو په تاریخ کې بې ساري وبلل.
د ایران له خاورې څخه د امریکایي پیلوټانو د ژغورنې د دوهم ماموریت په اړه، په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې واورئ.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینې ماڼې کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې د امریکایي پیلوټ د ژغورلو دپاره د پوځي عملیاتو په اړه خبري وکړي.
امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د یوه امریکايي پېلوټ ژغورل د امریکا په تاریخ کې یو بېساری ماموریت بللی دی.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۵مه] په خپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشل کې لیکلي چې دغه "مېړنی جنګیالی د ایران په خطرناکو غرونو کې د دښمن د لیکو شاته و." ده زیاته کړه چې د امریکا ملکي او پوځي مشرتابه اجازه ورنکړه چې "دښمنان" دې دغه پوځي ته زیان ورسوي.
ټرمپ یادونه کړې چې: "هغه [پېلوټ] ژوبل شوی خو جوړ به شي."