د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینې ماڼې کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې د امریکایي پیلوټ د ژغورلو دپاره د پوځي عملیاتو په اړه خبري وکړي.
د ایران له خاورې څخه د امریکایي پیلوټانو د ژغورنې د دوهم ماموریت په اړه، په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې واورئ.
ولسمشر ټرمپ د ایران په وړاندې پوځي عملیات د پوځي هوايي عملیاتو په تاریخ کې بې ساري وبلل.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی چې ښايي د هغوی تمدن په راتلونکو ساعتونو کې “له منځه ولاړ شي”، ځکه چې داسې هېڅ نښې نښانې نه ترسترګو کیږي، چې دوی به د ولسمشر ټرمپ له خوا د سې شنبې د وروستۍ ټاکل شوې نېټې تر رسېدو مخکې هغه تړون ومني چې د دوی د ناوړه فعالیتونو د بندولو او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د بهیر د بیا پیلیدو لپاره وړاندې شوی و.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې ولیکل: “یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي، او بیا به هېڅکله بېرته را ونه ګرځي. زه نه غواړم دا پېښه رامنځته شي، خو ښايي همداسې وشي.”