د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۰۴:۵۰ ۱۹.۱.۱۴۰۵

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو لپاره د ایران پر رژیم د پوځي بریدونو د ځنډیدو خبر ورکړ او دا کار یې په سیمه کې د اوږدمهاله سولې د ترلاسه کیدو لپاره یو ګام وباله.

ولسمشر ټرمپ د واشنګټن په وخت د سه شنبې په مازدیګر (اپریل اوومه) په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروټ سوشل کې د ایران لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل د پای ته رسیدو خبر ورکړ او ویې ویل دا پریکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د هغه هیواد د لوی درستیز عاصم منیر سره تر خبرو وروسته شوېده.

ولسمشر ټرمپ وویل، پاکستاني چارواکو له هغه څخه غوښتي دي چې دا بریدونه وځنډوي. ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی دی چې بریدونه په دې شرط ځنډول شي چې ایران" په بشپړ، عاجل او خوندي ډول د هرمز تنګي له پرانیستل کیدو سره هوکړه وکړي."

۱۶:۵۸ ۱۹.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» لیکلي چې نن د نړیوالې سولې لپاره ستره ورځ ده او ډیر مثبت ګامونه په لار کې دي.

د ولسمشر دغه څرګندونې د ایران سره د دوه اوونیو اوربند له اعلان څو ساعته وروسته خپرې شوې دي.

د امریکا ولسمشر لیکلي: «ایران غواړي چې دا کار وشي، هغوی نور ستړي شوي دي! نور هم همداسې دي!»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «متحده ایالتونه به د هرمز تنګي کې کښتیو د تګ راتګ زمینه مساعده وکړي. ډېر مثبت اقدامات به په لاره کې وي! ډېرې پیسې به ترلاسه شي. ایران کولای شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.»


۲۰:۴۷ ۱۹.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به د ایران له رژیم سره کار وکړي چې له دغه هېواده د وسلو تر کچې رسیدلي غني شوي اټومي مواد وباسي.

دا به د هغه تړون برخه وي چې [ولسمشر] هیله لري د تهران سره د دوه اوونیز اوربند په ترڅ کې تر لاسه کړي، هغه اوربند چې د سې‌شنبې په ورځ پیل شو او د دواړو ترمنځ یې له پنځو اوونیو راهېسې پیل شوې جګړه ودروله.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په اتمه په ټروت سوشیل کې په یوه پوست کې لیکلي: «متحده ایالتونه به له ایران سره نږدې کار وکړي، هغه هېواد چې موږ تشخیص کړی د رژیم د یو کارنده تغیر څخه تېر شوی! د یورانیمو غني کول به نه وي او متحده ایالتونه به د ایران سره په همکارۍ ټول اتومي ښخ شوي "ګرد او غبار" (B-2 بم غورځو ونکي) راوباسي.»

۲۳:۱۴ ۲۰.۱.۱۴۰۵

اسرائیلو د پنجشنبې په ورځ د اپرېل نهمه پر لبنان نوي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د حزب‌الله د عمومي منشي نعیم قاسم وراره ووژل شو او د هېواد په جنوب کې یې د سیندونو پر سر پر تېرېدونکو لارو بریدونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ډلې یو ځل بیا د راکټي بریدونو لړۍ پیل کړې او دا اختلاف هم زیات شوي چې ایا د امریکا او ایران ترمنځ اوربند د لبنان شخړه هم رانغاړي که نه.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د هدفمند برید په ترڅ کې یې د نعیم قاسم وراره، چې د هغه شخصي مرستیال په توګه یې کار کاوه، وژلی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG