د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» لیکلي چې نن د نړیوالې سولې لپاره ستره ورځ ده او ډیر مثبت ګامونه په لار کې دي. د ولسمشر دغه څرګندونې د ایران سره د دوو اوونیو اوربند له اعلان څو ساعته وروسته خپرې شوې دي.
د امریکا ولسمشر لیکلي: «ایران غواړي چې دا کار وشي، هغوی نور ستړي شوي دي! نور هم همداسې دي!»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «متحده ایالتونه به د هرمز تنګي کې کښتیو د تګ راتګ زمینه مساعده وکړي. ډېر مثبت اقدامات به په لاره کې وي! ډېرې پیسې به ترلاسه شي. ایران کولای شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.»
ولسمشر ټینګار وکړ: «موږ به له بېلابېلو تجهیزاتو او توکو سره چمتو واوسو او یوازې به ‘همالته څیرمه پاتې شو، تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې هر څه په ښه توګه پر مخ ځي. زه ډاډه یم چې همداسې به وي.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «لکه څنګه چې موږ یې په متحدو ایالتونو کې تجربه کوو، دا کولی شي د منځني ختیځ لپاره یو غوره پېل وي!!!»
څو ساعته وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ دا اعلان وکړ، د بنیامین نتانیاهو دفتر د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې د پاکستاني منځګړو د ادعاوو برعکس، دغه تړون لبنان نه رانغاړي.
د لومړي وزیر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي: «اسرائیل د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کوي چې د دوو اوونیو لپاره پر ایران بریدونه وځنډوي؛ په دې شرط چې ایران سمدستي د هرمز تنګي پرانیزي او د امریکا، اسرائیل او د سیمې پر هېوادونو ټول بریدونه ودروي.»
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې «اسرائیل د امریکا له هغو هڅو ملاتړ کوي چې ډاډ ترلاسه کړي ایران نور د امریکا، اسرائیل، د ایران د عربي ګاونډیو او نړۍ لپاره اټومي، توغندیز او ترهګریز ګواښ نه وي.»
اعلامیه زیاتوي: «متحده ایالتونه اسرائیل ته خبر ورکړی چې په راتلونکو خبرو کې د همدې اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دي، چې د امریکا، اسرائیل او د اسرائیل د سیمهییزو متحدینو ګډ اهداف دي.»
خو د لومړي وزیر دفتر په پای کې ټینګار کوي: «دوه اوونیز اوربند لبنان نه رانغاړي.»
متحده ایالتونه او ایران، د نږدې ۴۰ ورځو پوځي نښتو وروسته، د پاکستان په منځګړیتوب د دوه اوونیو اوربند سره سلا شوي، چې د شخړو د درولو په اړه د لا زیاتو خبرو لپاره زمینه برابروي.
پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو چې دغه اوربند به لبنان هم ونغاړي.
په همدې حال کې، د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د اپریل ۸مه د لبنان په جنوب او د بیروت په جنوبي سیمو کې د تخلیې نوې او بیړنۍ خبرتیاوې خپرې کړې.
د اسرائیلو پوځ د بیروت د جنوبي حوزې (ضاحیه) له اوسېدونکو غوښتي چې سمدستي سیمه پرېږدي. په دې خبرتیا کې ویل شوي چې پر دغو سیمو کې د حزبالله د بنسټونو پر ضد هوايي بریدونه دوام لري، او له ملکي وګړو غوښتل شوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حزبالله ډلې مخکې اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په چوکاټ کې یې پر اسرائیل خپل بریدونه درولي دي.
فورم \ دبحث خونه