د امریکا لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ د سې شنبې په ورځ [مارچ ۲۴] د ۴۵ هېوادونو او د ټکنالوژي شرکتونو د استازو نه وغوښتل چې ماشومانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په شمول، زده کړو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته د لاسرسۍ زمینه برابره کړي.
مېرمن ټرمپ دا خبرې په "ګډه د راتلونکي د پاللو" په نوم د نړیوال ائتلاف د غونډې د پرانېستلو پر مهال کړې دي. دغه ائتلاف د ماشومانو د زده کړې او ټکنالوژۍ ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره جوړ شوی او هغې یې تېر کال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسامبلې پر مهال اعلان کړی و.
مېلانیا ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت کې د دوه ورځنۍ غونډې ګډونوالو ته وویل: "زموږ د ائتلاف ماموریت دا دی چې ټکنالوژۍ او زده کړو ته د ډېر لاسرسي په برابرولو سره خپل ماشومان ځواکمن کړو. دا یوه تاریخي شېبه ده."
لومړۍ میرمنې زیاته کړه: "په ګډه د راتلونکي پالنه به د نوښتګرو زده کړو د پروګرامونو په جوړولو، د تعلیم په ملاتړ د تګلارو لپاره په هڅو، د هغو قوانینو په تمویلولو چې په ټکنالوژۍ تمرکز لري او د عامه او خصوصي سکټورونو ترمنځ د قوي شراکت په رامنځته کولو سره دا هدف ترلاسه کړي."
سپینې ماڼۍ وویل چې دا ائتلاف به په ټولې نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا په شمول، پرمختللې ټکنالوژي د هېوادونو په واک کې ورکړي څو له ماشومانو، ښوونکو او والدینو سره مرسته وکړي او په ورته وخت کې یې له آنلاین خطرونو څخه هم وژغوري.
په اعلامیه کې راغلي: "د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو دا ډول وسایل جوړ کړي او منلي دي چې دا پرمختګونه ګډون کوونکو هېوادونو ته یا وړیا یا په ډېره ټیټه بیه چمتو کړي."
په سرمشریزه کې د اوپن ای ای، مایکروسافټ، اېکس ای ای، میټا، پالانتیر، اډوبي، ګوګل، او زوم ټکنالوژۍ لویو شرکتونو برخه اخېستې ده.
لومړۍ مېرمنې پر برخه والو غږ وکړ چې د سیمه ییزو غونډو د کوربتوب ژمنه وکړي، څېړنیزې مطالعې وکړي، نوې ملګرتیاوې جوړې کړې او په خپلو اړوندو سیمو کې له نورو غړو هیوادونو سره همکاري وکړي.
هغې وویل: "زموږ ګډ لیدلوری د سیاسي فلسفې، جغرافیایي پولو، او محلي تعصبونو پر ځای ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي." مېرمن ټرمپ زیاته کړه "په ګډه، موږ کولی شو زده کړو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی پراخ کړو او راتلونکی نسل په هغو مهارتونو سمبال کړو چې د بریا لپاره ورته اړتیا لري."
د پوهنې وزیرې لینډا مک ماهون هم غونډې ته وینا وکړه او له برخه والو یې وغوښتل چې په ټولګیو کې د ټکنالوژي نه کار واخلي. هغې وویل چې په امریکایي ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو لا دمخه اغېز کړی دی.
مک ماهون په ټکساس کې د الفا ښوونځي ته اشاره وکړه، چېرته چې هر زده کوونکی د درسي ورځې په لومړیو دوو ساعتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړی لارښود لري. دې وویل چې دا وسیله کولی شي د زده کوونکي انفرادي اړتیاوې معلومې کړي او د "هغوی د زده کړو د نېمګرتیاوو په پوره کولو" کې مرسته وکړي.
مک ماهون وویل: "د الفا ښوونځي هوښیارتیا په دې کې ده چې څنګه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د زده کړو یو ځانګړی لارښود د ښوونکي لخوا د هر زده کوونکي تنظیمېږي." د پوهنې وزیرې زیاته کړه: "په پایله کې، د دوی زده کوونکي د ملي معیارونو په پرتله دوه چنده په چټک سرعت په درسي موادو پوهېږي."
مک ماهون وویل چې متحده ایالتونو د هغو پروژو د ملاتړ لپاره مېلیونونه ډالر ورکړي چې د زده کوونکو د لاسرسي او بریالیتوب لپاره مصنوعي ځیرکتیا کاروي.
ټاکل شوې چې دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ [مارچ ۲۵مه] په سپینه ماڼۍ کې پای ته ورسېږي.
فورم \ دبحث خونه