د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې د حل هیله څرګنده شوې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې د ختمېدو په اړه په خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې جګړه روانه ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (اپریل اتمه) په ایکس حساب کې لیکلي دي چې متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په ملاقات کې ویلي دي چې د چین د اورمچي په ښار کې د پاکستاني او افغان طالبانو د استازو ترمنځ «تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه» شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا د هیوادونو د استازو سره د غونډې په پای کې وویل چې طالبان به "د هیڅ هیواد هیڅ مخالف" ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ پر ضد وکاروي.

د کابل په ګډون د افغانستان په مختلفو برخو کې د پاکستان هوايي او ځمکني بریدونه د فبروري په میاشت کې وروسته له هغه پیل شول چې اسلام آباد په مکرر ډول د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په حمایت او پناه ورکولو تور تورن کړل، دا تور افغان طالبانو رد کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د طالبانو او پاکستان استازو د اورومچي په خبرو اترو کې موافقه وکړه چې د تاوتریخوالي زیاتیدل ودروي او د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د حل لپاره "یوه جامع حل لاره" ومومي.

د دغه وزارت ویاند ماو نینګ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوه ورځنیو خبرو په لړ کې په دی موافقه وشوه چې په دی هکله خبرو اترو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې سپینې ماڼۍ له دواړو خواو غوښتي وو چې خپله شخړه د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندي. نوموړي په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه د « نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د اصولو څخه سرغړوونه بللي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د فبروري له وروستیو راهیسې د پاکستان هوايي او ځمکنیو بریدونو په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا او پکتیا ولایتونو کې سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي، چې ماشومان او یو مرستندویه کارکوونکي هم پکې شامل دي، او له ۹۴۰۰۰ څخه ډیر خلک یې بې ځایه کړي دي.

دغه اداره وايي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې جګړې د نورستان ولایت د برګمټال او کامدیش ولسوالیو ته لارې بندې کړې دي، چې له امله یې په دې دوو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ خلکو ته د بشري مرستو رسول ستونزمن شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG