د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او پوتین بله میاشت چین ته سفر کوي

د سپینې ماڼۍ د مخکني اعلان په اساس، ټاکل شوې چې ولسمشمر ټرمپ به د مۍ په څوارلسمه بیجینګ ته سفر کوي چې د هغه هېواد له ولسمشر شي جیپینګ سره وویني. په همدې حال کې نن چهارشنبه (اپریل۱۵) د روسیې د ولسمشر ویاند وویل چې د هغه هیواد ولسمشر، ولادیمیر پوتین به هم چین ته سفر وکړي.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې چین ته د پوتین د سفر چمتووالی روان دی.

د روسیې یوې ورځپاڼې، «Vedomosti»، د دوو نامعلومو سرچینو په حواله مخکې راپور ورکړی و چې د پوتین سفر ښايي د مې میاشتې په دویمه نیمایي کې وشي او د مې ۱۸م نېټه هم مطرح شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ تېره میاشت اعلان کړی و چې ولسمشر ټرمپ به د مې میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه بیجینګ ته ولاړ شي او هلته به د چین له ولسمشر شي جینپنک سره په لوړه کچه غونډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د مارچ په ۲۵ مه په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي و چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکې کې شي جینپینګ د یوه “متقابل سفر” لپاره واشنګټن ته راوبولي، خو نور جزییات یې ورکړي نه و.

که څه هم چین ته د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین سفر تقریبا هممهاله کیږي خو لا مالومه نده چې دغه دواړه ولسمشران به هلته وګوري که نه.پوتین او ټرمپ په وروستي ځل تېر کال د اګست په میاشت کې د الاسکا په سرمشریزه کې لیدلي وو.

کرملین هم ټینګار کړی چې دا مهال په چین کې د پوتین او ټرمپ ترمنځ د لیدنې لپاره "هیڅ پلان نه شته"، خو زیاته کړې یې ده چې د لوړې کچې اړیکې روانې دي او نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاورروف د چین له دوه ورځني سفر وروسته روسي رسنیو ته ویلي چې پوتین به "د روان کال په لومړۍ نیمایي" کې چین ته سفر وکړي.

په همدې حال کې، د رویترز خبري رسنی ویلي چې د امریکا د ولسمشر زوی ایرک ټرمپ او د هغه مېرمن لارا ټرمپ به چین ته د ولسمشر ټرمپ په راتلونکي سفر کې ورسره وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG