د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر ټرمپ او ولسمشر شي به په مې میاشت کې په بیجینګ کې سره وویني

د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولین لیویټ
د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولین لیویټ

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د مې په میاشت کې وویني.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ ( مارچ ۲۵) د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې دا سرمشریزه به د مې د میاشتې په ۱۴ او ۱۵ په بیجینګ کې ترسره شي.

هغې وویل چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکې کې شي جینپینګ د یوه “متقابل سفر” لپاره واشنګټن ته راوبولي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ راتلونکې اوونۍ چین ته سفر وکړي، خو چارواکو وویل چې هغه پخپله دا سفر وځنډاوه څو په ایران کې د امریکا پوځي عملیاتو څارنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر شي ترمنځ د لیدنې د بیا مهالویش په اړه خبرې شوې وې. ولسمشر شي درک کړه چې دا ډېر مهم وخت دي چې ولسمشر په دې وخت کې د پوځي عملیاتو پر مهال دلته هیواد کې اوسي.»

هغې زیاته کړه: «هغه (شي) د لیدنې د نېټې د بدلولو غوښتنه درک کړه او ویې منله چې له همدې امله اوس موږ ددې ملاقات دپاره نوې نېټې ټاکلې دي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG